[restrict paid=”true”]
لښکرګاه (پژواک، ۲۸ کب ۱۴۰۲): د هلمند امنیتي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په سنګین، باغران او خانشین ولسوالیو کې سلګونه کیلوګرامه نشهیي توکي کشف او له منځه یووړل شول.
د هلمند د امنیې قوماندانۍ ویاند ملا عزتالله حقاني پژواک خبري اژانس ته وویل، د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې مسوولینو د یو لړ کشفي معلوماتو پر بنسټ د سنګین ولسوالۍ په مالمند سیمه کې یوه د اومانو کارخونه چې په کې ۳۹۴ کیلوګرامه اومان، ۷ اوسپني بېلر، ۳ درې کوچنۍ ډبې تېزاب او څلور ګونۍ سود ترلاسه شوي، له منځه وړل شوې ده.
نوموړی همدا راز زیاته کړه، باغران ولسوالۍ کې ۱۰۴۰ یو کیلو چینه نیول شوې، تر څنګ یې د خانشین ولسوالۍ بګت سیمه کې۲۱۵۰ کیلو رنګ او ۱۶ کیلو سوچمه نیول شوي دي.
حقاني که څه هم د نشهیي تو کو په تور د نیول شوو کسانو شمېر په ډاګه نه کړ، خو زیاته یې کړه څو تنه هم نیول شوي چې اړوند عدلي ارګانونو ته ور وپېژندل شي.
[/restrict]
Views: 20
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن