بامیان (پژواک، ۲۸ کب ۱۴۰۲): د بامیان ځايي مسوولین وايي چې د چاپېریال ساتنې برخه کې د خلکو همکارۍ په موخه یې د دغه ولایت زرګونه اوسېدونکو ته عامه پوهاوی ورکړی دی.
د بامیان د چاپېریال ساتنې رییس محمدابراهیم دادفر پژواک خبري اژانس ته وویل چې سږ کال د چاپېریال ساتنې برخه کې د دغه ولایت څه باندې ۱۵ زره اوسېدونکو ته پوهاوی ورکړل شوی دی.
هغه زیاته کړه، د دغه ډول پروګرامونو ترسره کولو موخه د چاپېریال ساتنې برخه کې د خلکو همکاري، د ځنګلونو پرې کولو او په دغه ولایت کې د هوا له ککړتیا مخنیوی دی.
هغه وویل چې سږ کال یې د بامیان ولایت او اوو ولسوالیو په کچه د ښوونځیو زدهکوونکو، د پراختیايي شوراګانو مسوولینو، د سیمې اوسېدونکو، علمانو، استادانو او محصلینو ته د پوهاوي پروګرامو جوړ کړي څو د چاپېریال ساتنې په اړه د خلکو معلومات ډېر شي.
هغه څرګنده کړه چې په دغو پروګرامونو کې د اقلیمي بدلونونو، چاپېریال ساتنې، د وحشي ژوو د اهمیت او په ټولنه کې د هوا ککړتیا د پایلو په اړه خلکو ته معلومات ورکول کېږي.
نوموړي دغه راز وویل چې د بامیان د چاپېریال ساتنې ادارې د ساتل شوو ساحو د ویجاړېدو مخنیوي لپاره د وحشي ژوو ساتنې (WCS) موسسې په همکارۍ نږدې درې زره کسانو ته د اوبو ګرمولو لمریز منقلونه هم ورکړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د چاپېریال ساتنې برخې پوهان په بامیان کې د هوا ککړېدو او ځنګلونو پرې کېدو ته اندېښمن دي.
د چاپېریالي چارو کارپوه رحیم فرازام په دې اړه وویل چې اقلیمي بدلونونو په افغانستان په ځانګړې توګه بامیان کې ناوړه پایلې درلودلې چې هر ورځ یې اغېزې لیدل کېږي.
د هغه په خبره، د ځمکې لاندې اوبو کچې ټیټېدل، بې وخته بارانونه او د طبیعي پېښو ډېرېدل هغه ستونزې دي چې هره ورځ خلک ورسره مخ دي.
د هغه په باور، د ځنګلونو او غرنیزو بوټو بېدرېغه قطع کول نورې هغه ستونزې دي چې د سیمې د خلکو اندېښنې یې راپارولې او که له څر ځایونو ساتنه ونه شي، نو په دغه ولایت کې د ځمکې ښوېدنې، سېلابونو راوتلو او طبیعي پېښې به نورې هم ډېرې شي.
هغه څرګنده کړه چې د سیمي ډېر شمېر خلک د سونتوکو نه درلودو له امله له غرنیزو بوټو استفاده کوي خو تر اوسه د سیمهییزې ادارې له لوري کوم بدیل نه دی ورته ځانګړی شوی.
هغه زیاته کړه، که دا بهیر دوام وکړي، نو غرنیز بوټي به په دغه ولایت کې کم او د څارویو او وحشي ژوو کمېدو لامل به شي.
دغه راز، د بامیان اوسېدونکی عليجمعه وايي په دغه ولایت کې د هوا ککړتیا او چاپېریال له منځه تلل مخ په زیاتېدو دي.
هغه له مسوولینو وغوښتل څو دې برخه کې جدي پاملرنه وکړي.
د بامیان د چاپېریال ساتنې ادارې رییس د خلکو اندېښنو په اړه وویل، په دغه ولایت کې د حیواناتو د ښکار او په بېدرېغه ډول د ځنګولو پرې کولو بشپړ مخنیوی شوی او ټول فعالیتونه د چاپېریال ساتنې د پلان سره سم ترسره کېږي.
هغه د چاپېریال ساتنې په اړه پوهاوی او د لمریزو منقلونو وېشل ګټور وبلل او ویلې ویل، که په بامیان کې له لمریزو وسایلو استفاده ډېره شي، د هوا ککړېدو مخنیوي، ځنګلونو وهلو او څر ځایونو د ساتل کېدو لامل کېږي.
د هغه په باور، د اوبو ګرمولو له لمریز منقل استفاده د هوا ککړېدو برخه کې ښه بدیل دی او په بامیان کې د چاپېریال ساتلو او څر ځایونو ساتلو لامل هم کېږي چې تر اوسه یې ښه نتیجه ورکړې ده.
هغه د بامیان له خلکو وغوښتل چې د غره د بوټو او ځنګلونو سوځولو پر ځای له لمریزو وسایلو استفاده وکړي.
Views: 11
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن