ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان کرکټ بورډ او اتصالات ترمینځ تړون لاسلیک شو

د افغانستان کرکټ بورډ او اتصالات ترمینځ تړون لاسلیک شو

author avatar
20 Mar 2024 - 10:56
د افغانستان کرکټ بورډ او اتصالات ترمینځ تړون لاسلیک شو
author avatar
20 Mar 2024 - 10:56

شارجه – مارچ ۱۸

د اتصالات مخابراتي شرکت او د افغانستان کرکټ بورډ ترمینځ د همکارۍ یو تړون لاسلیک شو چې له مخې به یې اتصالات په ۲۰۲۴ کال کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې رسمي مالي ملاتړی (سپانسر) وي. دغه تړون د ۲۰۲۴ کال د مارچ په ۱۸مه په شارجه کې لاسلیک شو او موخه یې په هېواد کې د لوبو او لوبغاړو هر اړخیز ملاتړ دی.

د دې تړون د یوې برخې په توګه، د اتصالات سوداګریز نښان (لوګو) به د کرکټ  ملي لوبډلې پر کمیس باندې ښودل کیږي، چې په افغانستان کې د لوبو د ملاتړ لپاره د اتصالات ژمنتیا څرګندوي.

د افغانستان د اتصالات سوداګریز مشر ښاغلي عبدالله جابر وویل، موږ ویاړو چې د افغانستان د کرکټ له ملي لوبډلې سره چې د افغانستان د یووالی نښه ده ملګرتیا کوو، له دې لوبډلې سره زموږ مالي ملاتړ د لوبو او لوبغاړو د ملاتړ لپاره زموږ د ژورې ژمنې ښکارندويي کوي.

په همدې حال کې د افغانستان کرکټ بورډ د دې ملګرتیا او د اتصالات له دوامداره او ارزښتناکو مرستو څخه مننه وکړه. د افغانستان کرکټ بورډ مشر ښاغلD میرویس اشرف وویل، “موږ د اتصالات سره په همکارۍ خوښ یو او له مرستې یې مننه کوو.” ښاغلي اشرف همدارنګه زیاته کړه، دا ملګرتیا موږ ته دا ځواک راکوي چې په نوې انرژي سره خپلې موخې وڅارو او خپل هیواد او ولس ته په نړیوالو ډګرونو ویاړونه راوړو.

د یادونې وړ ده، چې دا لومړی ځل نه دی چې اتصالات د افغانستان د کرکټ له ملي لوبډلې سره همکاري کوي. اتصالات په تیرو وختونو کې هم د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې رسمي مالي ملاتړی پاتې شوی دی او په هیواد کې یې د کرکټ په وده کې مهم رول لوبولی دی.

د اتصالات په اړه: –

اتصالات افغانستان د اتصالات ګروپ یوه څانګه ده، چې د نړۍ یو له سترو مخابراتي کمپنیو څخه ده، چې مرکزي دفتر یې په متحده عربي اماراتو کې موقعیت لري. اتصالات افغانستان په 2007 کال کې په افغانستان کې خپلې چارې پیل کړې او په لنډ وخت کې په افغانستان کې دیره چټکه وده وکړه چې اوس مهال له 7 میلیون څخه ډیر پیریدونکي لري. د کیفیت له مخې لومړي مقام ته رسیدل، د هیواد په ټولو ولایتونو کې د غوره چوپړتیاوو، مناسب قیمت او پراخ او ځانګړي پوښښ وړاندې کول د دې شرکت له موخو څخه دي. اتصالات په ۲۰۰۷ کال کې د خپل فعالیت له پیل څخه تر اوسه پورې په افغانستان کې له ۴۰۰ میلیونو امریکایي ډالرو څخه زیاته پانګونه کړې او په هیواد کې د  3.75G یا د دریم نسل ګرځنده چوپړتیاوو لومړنۍ مخابراتي شبکه ده.

د لا ډیرو معلوماتولپاره له  www.etisalat.af او یا هم  www.facebook.com/etisalatafgڅخه لیدنه وکړئ.

پای

Views: 27

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.