ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دایکنډي کې شاوخوا ۶۰ سلنه خلک د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري

25 Mar 2024 - 15:22
25 Mar 2024 - 15:22

نیلي (پژواک، ۶ وری ۱۴۰۳): د دایکنډي ولایت یو شمېر سیمو خلک پاکو اوبو ته له نه لاسرسي شکایت لري، مسوولین هم وايي چې د دغه ولایت یوازې ۴۰ سلنه اوسېدونکي د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی لري.

د دایکنډي اوسېدونکو په خبره، کومې اوبه چې کاروي، دېرې یې صحي نه دي او د بېلابېلو ناروغیو لامل کېږي، هغوی ټینګار کوي چې ډېرې کورنۍ د څښاک اوبو برابرولو وس نه لري او له حکومته غواړي چې خلکو ته پاکې اوبه برابرې کړي.

د دایکنډي د سنګتخت‌وبندر ولسوالۍ یوه اوسېدونکي قدرت پژواک خبري اژانس ته وویل، د چینې او څاه اوبو نشتوالي له امله ډېری وخت د څښلو لپاره له عمومي اوبو چې د کورونو له څنګه تېرېږي، استفاده کوي.

هغه زیاته کړه: «کور مو له چینې ډېر لرې دی، لاره خرابه ده، له پسرلي او اوړي پرته بل وخت له هغه ځایه اوبه نه شو راوړلی، له عمومي لښتیو چې کومې اوبه راوړو، چندان پاکې نه دي؛ ځکه چې له موږ پاس کورونه په‌کې جامې او لوښي مینځي.»

هغه له حکومته غواړي چې د پاکو اوبو څاګانو په کیندلو کې یې ملاتړ وکړي؛ ځکه چې د هغه په خبره، خپله له اقتصادي اړخه د دغه کار وس نه لري.

د دایکنډي د نیلي ښار اوسېدونکي انور وویل: «پاکو او ناپاکو اوبو ته لاسرسی راته ستونزمن دی خو د څښلو پاکو اوبو نه شتون یوه جدي ستونزه ده چې د جبران وړ نه ده او د یوه لوی ناورین رامنځته کېدو لامل کېږي.»

هغه زیاته کړه، ډېری خلک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري چې دا یوه لویه ستونزه ده.

هغه زیاته کړه: «نیلي ښار کې د اوبو ډېرې څاګانې وچې شوې، خلک اړ دي چې اوبه وپېري، د ټانکرونو اوبه هیڅ پاکې نه دي، ډېری وخت د ټانکرونو له اوبو ناپاکه څیزونه راوتلي، ناپاکې اوبه د بېلابېلو ناروغیو پیدا کېدو لامل کېږي چې ډېرې خطرناکه او وژونکې دي.»

انور دغه‌‌راز وویل، په څو وروستیو کلونو کې ځیني ځوانان د پښتورګو تیږو له ناروغۍ ځورېږي او ډاکټران یې هم لامل د ناپاکو اوبو کارول بولي.

نوموړی له حکومته غواړي چې یادې ستونزې لپاره حل لاره وسنجوي.

بلخوا، د دایکنډي ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت نږدې ۶۰ سلنه اوسېدونکي د څښلو پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.

د دایکنډي د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست د برنامو امر پژواک ته وویل، د څښلو اوبو ته د خلکو لاسرسي برخه کې چې کومې څېړنې شوې، څرګنده شوې چې یوازې ۴۰ سلنه خلک د څښلو له پاکو اوبو ګټه اخلي او پاتې ۶۰ سلنه نور ورته لاسرسی نه لري.

هغه زیاته کړه، پخوا پاکو اوبو ته د خلکو لاسرسی ښه و خو په وروستیو کلونو کې د وچکالۍ له امله ورځ تر بلې پاکو اوبو ته لاسرسی کمېږي.

هغه زیاته کړه چې د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست د یادې ستونزې حل لپاره ډېرې هڅې کړې او تېر کال یې د موسسو له لارې د اوبو رسولو برخه کې ډېرې پروژې پلې کړې دي.

دایکنډي یو کرنیز ولایت دی چې په وروستیو کلونو کې یې اوسېدونکو تل د کرنې لپاره د اوبو له کمښته شکایتونه کړي دي.

Views: 153

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version