کابل (پژواک، ۹ وری ۱۴۰۳): د غور امنیه قومانداني هغه څرګندونې ردوي چې ګواکې د اسلامي امارت کسانو په دغه ولایت کې یوه نجلۍ په زور بل کس ته نکاح کړې او وايي، د دوو کورنیو ترمنځ ستونزې پر «مجاهدینو» غوغا رامنځه کېدو لامل شوې دي.
د اماج په نوم یوې اېکسپاڼې د یوې ویډیو په خپرولو سره ادعا کړې چې د اسلامي امارت کسانو د غور د پسابند ولسوالۍ له نورک کلي یوه ۱۷ کلنه نجلۍ په روز له ځان سره وړې او د شاهولي په نوم د هغوی یوه «جنګیالي» ته یې په نکاح کړې ده.
اماج د «سیمهییزو سرچینو» په حواله لیکلي چې د شنبې په ورځ د دې نجلۍ د وړلو پر مهال، د پسابند ولسوالۍ ځینو مسوولینو هم شتون درلود.
خو د غور د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالرحمن بدري دغه ادعا «کاملاً بېبنسټه او تش دروغ» بولي.
هغه په دې اړه پژواک ته وویل چې د غور په پسابند ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ کورنۍ ستونزې، د اسلامي امارت پر مجاهدینو د غوغا جوړېدو لامل شوې دي.
د هغه په خبره، د شاهولي په نوم کس څه موده مخکې د محسن په نوم د یوه کس لور ځان ته په نکاح کړې وه چې شاهولي له واده وروسته د خپل خسر د کورنۍ پوروړی کېږي.
بدري وايي څه موده وروسته د شاهولي مېرمن د خپل پلار کره ځې او پلار یې پر شاهولي د پور له امله خپلې لور ته بېرته د خسر کور ته د تګ اجازه نه ورکوي.
د غور د امنیې قوماندانۍ ویاند زیاتوي چې شاهولي پر دغه قضیه له خبرېدو وروسته ولسوالۍ ته ځي او ولسوالي د دواړو خواوو په رضایت فیصله کوي.
خو هغه زیاته کړه: «له څه وخت وروسته د دواړو لورو ترمنځ شخړه ډېریږي او د دواړو کورنیو ترمنځ د جنجال لامل کېږي چې د دې کورنۍ زوم له څو خپلوانو سره د خسر کور ته دننه کېږي، خپله مېرمن په زور له ځان سره وړي چې د نجلۍ د کورنۍ له غبرګون سره مخ کېږي او جنجال رامنځته کېږي.»
هغه د جزئیاتو له ورکولو پرته وویل، د دې ولسوالۍ ځايي مسوولین پر دې پېښه له خبرېدو وروسته سیمې ته تللي او ستونزه یې حل کړې ده.
بدري وویل: «له بده مرغه یو شمېر مغرضو کسانو له رسنیو او ټولنیزو شبکو په استفادې خبر برعکس لېږدولی او غواړي خودنمايي وکړي.»
پژواک هڅه وکړه څو په دې اړه د یادو کورنیو له غړو او د سیمې له اوسېدونکو سره هم خبرې وکړي، خو اړیکه ورسره ټینګه نه شوه.
Views: 40
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن