ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان فوټسال ملي لوبدلې میانمار ته په دوستانه لوبه کې ماته ورکړه

د افغانستان فوټسال ملي لوبدلې میانمار ته په دوستانه لوبه کې ماته ورکړه

author avatar
30 Mar 2024 - 15:27
د افغانستان فوټسال ملي لوبدلې میانمار ته په دوستانه لوبه کې ماته ورکړه
author avatar
30 Mar 2024 - 15:27

کابل (پژواک، ۱۱ وری ۱۴۰۳): د افغانستان فوټبال فدراسیون وایي، د فوټسال ملي لوبډلې میانمار ته په دوستانه لوبه کې شپږ پر یو ماته ورکړه.

یاده سیالي نن د میانمار په کوربه‌توب د افغانستان پر وخت د ماسپښین یوه بجه ترسره شوه.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون ویلي چې په دغه سیالۍ کې میانمار یو ګول او د هېواد د فوټسال ملي لوبډلې شپږ ګولونه ترسره کړل او لوبه یې وګټله.

سرچینې زیاته کړې په دې سیالۍ کې فرزاد محمودي دوه، امید قنبری، حسن حسیني، علي جعفري او سید مجتبی حسیني بیا یو – یو ګولونه ووهل.

د یادونې ده، له دې سیالۍ وړاندې د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې د ټایلنډ په کوربه‌توب د څلورو هېوادونو ترمنځ فوټسال سیالیو کې برخه واخیسته او په دغو لوبو کې یې درېیم مقام ترلاسه کړ.

Views: 17

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.