فیروزکوه (پژواک، ۱۱ وری ۱۴۰۳): د غور د پوهنې مسوولینو د ښوونځیو لپاره د ودانیو جوړولو له هڅو خبر ورکوي او وایي، په دغه ولایت کې د شته ښوونځیو له ډلې څه باندې اویا سلنه یې ودانۍ نه لري او زدهکوونکي یې په ازاده فضا کې او تر خېمو لاندې درسونه وايي.
د غور د پوهنې رئیس شیخ حفیظ الله محفوظ پژواک خبري اژانس ته وویل چې په دغه ولایت کې ۸۴۰ ښوونځي فعال دي چې له ډلې یې یوازې ۲۴۲ ودانۍ لري او نور یې نه لري.
نوموړي وویل: «له بده مرغه زموږ د ۵۹۸ ښوونځيو زدهکوونکي تر خېمو او ونو لاندې او په ازاده فضا کې درس وایي، که څه هم یونیسف د پوهنې له ریاست سره د یو شمېر خېمو مرسته کړې، خو دا خېمې د دې ترڅنګ چې بسنه نه کوي، د ګرمۍ پر وړاندې مقاومت هم نه لري، دې برخه کې ستونزې لرو.»
دغهراز د غور د پوهنې رییس وایي: «د پوهنې له وزارت او همکارو موسسو سره په همغږۍ هڅه کوي چې دې ستونزې ته رسېدنه وکړي او ښوونځيو ته معیاري ودانۍ جوړې کړي.
دا په داسې حال کې ده چې ځيني زدهکوونکي او د هغو کورنۍ هم په خپلو سیمو کې د ښه تدریسي چاپېریال له نشتوالي شکایت لري او د دغه ولایت د پوهنې ریاست نه غواړي چې دې برخې ته پام وکړي.
د غور د چهارسدې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي عبدالرزاق پژواک ته وویل چې په دې ولسوالۍ کې ډېری ښوونځي ودانۍ نه لري او زدهکوونکي یې په ازاده فضا کې درس وایي.
هغه د زدهکړو لپاره خوندي چاپېریال مهم وباله او د غور پوهنې له ریاسته یې وغوښتل چې د دغه ولایت ښوونځيو لپاره د ودانیو جوړولو برخه کې جدي پاملرنه وکړي.
په همدې حال کې د غور د لعلو سرجنګل ولسوالۍ یوه اوسېدونکي قربانعلي هم ورته شکایت درلود او وایي چې د دغه ولایت د لرو پرتو سیمو ډېری ښوونځي ودانۍ نه لري او زدهکوونکي یې په ازاده فضا کې درس وایي.
نوموړي تېر حکومت پوهنې برخې ته په بې پروایۍ او د مرسته شوو پیسو په حیفومیل تورن کړ او زیاته یې کړه: «زموږ غوښتنه له اسلامي امارته داده چې هر ښوونځي ته دې ودانۍ جوړه کړي څو زموږ اولادونه درس وویلای شي او نور نو په ازاده فضا او سره لمر کې درس ونه وایي.»
Views: 16
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن