ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بلخ چمتال ولسوالۍ اوسېدونکي د څښاک پاکو اوبو له نشتوالي شکایت کوي

1 Apr 2024 - 12:19
1 Apr 2024 - 12:19

مزارشریف (پژواک، ۱۳ وری ١۴٠۳): د بلخ ولایت چمتال ولسوالۍ د بېلابېلو سيمو يو شمېر اوسېدونکي د څښاک پاکو اوبو ته له نه لاسرسي شکايت لري او د دې ستونزې د حل غوښتنه کوي.

په همدې حال کې د بلخ سیمه‌ییز چارواکي هم دا ستونزه تاییدوي او پر هواري یې ټینګار کوي.

د چمتال ولسوالۍ د پشم‌قلعه سيمې اوسېدونکي ګل‌محمد پژواک ته وويل، د څښاک پاکو اوبو ته د نه لاسرسي له امله هره ورځ څو کيلومتره مزل کوي څو ورته لاسرسى پيدا کړي.

هغه وويل: «زموږ ستونزې ډېرې دي؛ ماشومان مو له سینده اوبه راوړي، له درس او زده‌کړو بې‌برخې دي، ‎له اسلامي امارته غواړو چې زموږ لپاره د اوبو څاه‌ګانې او ذخیرې جوړې کړي، څو له دې ستونزو خلاص شو.»

د چمتال ولسوالۍ بل اوسېدونکی سخي‌داد وايي، د دې ولسوالۍ پشم‌قلعه سیمه کې تر شپږ سوه پورې کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.

نوموړی دغه وضعیت د دوی لپاره ستونزمن ګڼي او له مسوولو بنسټونو د همکارۍ او مرستې غوښتنه کوي.

دغه راز، د چمتال ولسوالۍ یوه قومي مشر محمدنذیر هم وویل چې یاده ولسوالۍ کې ډېری خلک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري او له ویالو او ډنډونو خپل د اړتیا اوبه پوره کوي.

هغه زیاتوي چې دغه اوبه نه یوازې چې صحي نه دي بلکې د وچکالۍ او واورې ورښتونو پر مهال لاسرسی ورته تر دې هم ستونزمن وي.

د چمتال ولسوالۍ يو شمېر نور اوسېدونکي بيا وايي، د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسي برخه کې له پرله‌پسې‎ غوښتنو سره سره، تر اوسه په دې برخه کې کومه پاملرنه نه ده شوې.

ورته مهال، د چمتال ولسوال نورالله همام هم د خلکو دغه ستونزه پر ځای بولي او پر حل کېدو یې ټینګار کوي.

هغه زیاته کړه: «وروستیو کې چې یو شمېر نور کلي هم دې ولسوالۍ سره یوځای شوي، په ټوله کې په دغه ولسوالۍ کې ۹۰ کلي دي چې د پشم‌کلا، جرکلا، نوشار، امام‌صاحب او ډېر نور کلي د اوبو ستونزې لري.»

د هغه د شمېرنې له مخې، څه باندې ۳۰ کلي په دغه ولسوالۍ کې پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.

هغه وویل، تر خپلې وسې هلې ځلې کوي څو د یادو خلکو دغه ستونزه حل کړي.

ولسوال په پلازمېنې کابل کې هم له حکومتي مسوولینو غوښتنه وکړه چې د یادې ستونزې په حل کې ورسره همکاري وکړي.

د يادونې ده چې د چمتال ترڅنګ د بلخ په یو شمېر نورو ولسواليو کې هم خلک د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسى نه لري.

Views: 15

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version