کابل (پژواک، ۱۳ وری ۱۴۰۳): د افغانستان ستره محکمه وايي چې د خوست د لومړۍ ښاري محکمې د عامه امنیت دیوان د حکم پر اساس شپږو کسانو ته چې د خلکو په تېر ایستلو تورن وو، تعزیري جزا ورکړل شوې ده.
سترې محکمې پر اېکسپاڼه لیکلي چې یادو شپږو کسانو ته په عام محضر کې ۳۹ – ۳۹ دُرې جزا ورکړل شوې ده.
سرچینې زیاته کړې چې د عامه امنیت د دیوان پرېکړه د خوست د ښاري او سترې محکمې له لوري له تایید وروسته پر یادو کسانو تطبیق شوې ده.
Views: 15
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن