کندهار (پژواک، ۱۳ وری ۱۴۰۳): د کندهار امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په ډنډ ولسوالۍ کې ناپېژانده وسلهوالو یو خاوند او مېرمن په ډزو وژلي.
د کندهار ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند اسدالله جمشید پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه پېښه نن سهار د ډنډ ولسوالۍ په ده غلامان کليکې شوې ده.
هغه وویل چې خاوند لو مېرمن دواړه په ډزو وژل شوي، او د پېښې په اړه نورې څېړنې روانې دې چې اصلي لامل یې څه وو.
د ډنډ ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی سید کریم هم وایي، دوی سیمې ته نږدې دغه مېرمن او خاوند وژل شوي خو نور یې په اړه معلومات نه لري.
Views: 49
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن