لښکرګاه (پژواک، ۱۵ وری ۱۴۰۳): سېمهییز مسولین وایي، هلمند کې د لومړي ځل لپاره د لسو لوبډلو ترمنځ د رمضان جام د کرکټ پیل شوې سیالۍ پای ته ورسېدې.
دغه لس اوریزه سیالۍ دوولس ورځې مخکې د لښکرګاه ښار اړوند مرکزي لوبغاړي کې پیل شوې وې.
د هلمند ولایت د کرکټ عمومي روزونکي عبدالرحمن ناصري پژواک خبري اژانس ته وویل: «دا لومړی ځل و چې د هلمند مرکزي لوبغاليکې د رمضان جام سیالۍ تر سره شوې، دغو لس اوریزه سیالیو کې لس لوبډلو ګډون درلود، ۲۳ لوبې تر سره شوې چي نیمه پایلوبې تهښاروالۍ، سوپر ارین، صمیم او هلمند سپورټ لوبډلو لاره پیدا کړه.»
هغه وویل، پایلوبي ته سوپر ارین او صمیم لوبډلو لاره پیدا کړه چې نن د همدې لوبډلو تر منځ لوبه ترسره شوه، صمیم لوبډلي په ټاکلشویو لس اورونو کي سوپر ارین لوبډلي ته د ۱۲ منډو په توپیر ماتي ورکړه او لوبه یې وګټله.
د یادو سیالیو یو لوبغاړی شاهمحمد وایي، خوښ دی چې د کرکټ امریت له لوري دوی ته په روژه کې د تمریناتو په موخه سیالۍ برابرېشوې.
هغه د اړوندو مسولینو او کرکټ امریت څخه غوښتنه وکړه چې دې ته ورته نورې سیالۍ هم په لاره واچوي.
د یادوني ده چې د کرکټ امریت له خوا په دغو سیالۍ کې لومړي مقام، دوهم مقام لوبډلو او ښه ځلېدونکو لوبغاړو ته جایزې هم ورکړې.
Views: 12
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن