ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل په قره‌باغ ولسوالۍ کې یو ځوان وژل شوی

د کابل په قره‌باغ ولسوالۍ کې یو ځوان وژل شوی

کابل (پژواک، ۱۸ وری ۱۴۰۳): د کابل امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت قره‌باغ ولسوالۍ اړوند سیمه کې یو ځوان وژل شوی او د پېښې په تړاو یې یو کس هم نیولی دی.

د کابل امنیې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ پژواک خبري اژانس ته وویل: «پرون مازدیګر د یوې اطلاع پر اساس د کلکان ولسوالۍ ته احوال ورکړل شو چې د عابدالرحمن په نوم یو ځوان د خپل اوښي له لوري د قره‌باغ ولسوالۍ په نهر کلان سیمه کې لومړی په تومانګچه ویشتل شوی او وروسته یې خفک کړی او د کلکان په سیمه کې یې مړی غورځولی دی

هغه زیاته کړه چې په دې تړاو د یاد وژل شوي ځوان اوښی او یو بل کس چې باغوان یې کېږي، نیول شوي او تر څېړنو لاندې دي.

ځدراڼ د معلوماتو له مخې، له نیول شوو کسانو سره یو میل بې‌غږه تومانچه، د مقتول موټر،  مبایل او د جېب وسایل هم ترلاسه شوي دي.

عابدالرحمن د میدانوردګو د نرخ ولسوالۍ د دراني کلي اوسېدونکی او میدانوردګو د مرکز د تخنیکي او مسلکي انسټیټیوټ استاد و.

د یاد انسټیټوټ یو استاد وایي، عابدالرحمن د نېکو اخلاق خاوند  و او یو کوچنی زوی ترې پاتې دی.

Views: 269

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.