هرات (پژواک، ٢٠ وری ١٤٠٣): د هرات امنیتي سرچینې وایي چې د دغه ولایت په مرکز کې امنیتي ځواکونو په کشفي عملیاتو کې یوه اندازه وسلې او نظامي تجهیزات کشف او ترلاسه کړي دي.
د هرات د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالله انصاف وایي چې د دې قوماندانۍ پرسونلو په کشفي عملیاتو کې د هرات ښار نهمې امنیتي حوزې اړوند له یوه کوره یوه اندازه نظامي تجهیزات کشف او ضبط کړي دي.
نوموړي وویل چې دغو مهماتو او وسلو کې دوه تومانچې، د خفیفې وسلې څه باندې ۱۵۰۰ مرمۍ، دوه قلمي تومانچې، ۹ لاسي بمونه، د تومانچې ۱۱ شاجوره، یو کلاشینکوف، د کلاشینکوف دوه فنرونه، د کلاشینکوف یو شاجور، د دهشکې ۷۱ مرمۍ، ۸۳ د ماشیندار مرمۍ او درې توپچې مرمې شامل دي.
دغهراز د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ یوې خبرپاڼې کې راغلي چې دا عملیات د هرات د نهمې امنیتې حوزې پرسونلو له خوا تر سره شوي او د یادو وسلو او مهماتو په تړاو یو کس نیول شوی چې تر اوسه د امنیتي ځواکونو تر پوښتنو او ګروېږنو لاندې دی.
د یادونې ده چې تېره اونۍ هم د هرات ښار په څنډو کې د امنیتي ځواکونو یو لړ کشفي عملیات کې یوه اندازه نظامي تجهیزات کشف او ضبط شوي وو.
Views: 48
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن