ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د جودو دوه ملي لوبغاړي په اسیایي سیالیو کې د ګډون په موخه هانګ‌کانګ ته ولاړل

د جودو دوه ملي لوبغاړي په اسیایي سیالیو کې د ګډون په موخه هانګ‌کانګ ته ولاړل

author avatar
18 Apr 2024 - 10:52
د جودو دوه ملي لوبغاړي په اسیایي سیالیو کې د ګډون په موخه هانګ‌کانګ ته ولاړل
author avatar
18 Apr 2024 - 10:52

کابل (پژواک، ۳۰ وری ۱۴۰۳): د افغانستان د جودو فدراسیون وایي چې د جودو دوه ملي لوبغاړي په اسیایي سیالیو کې د کډون په موخه هانګ‌کانګ ته ولاړل.

د افغانستان د جودو فدراسیون رییس ذبیح‌الله نظري نن پژواک ته وویل چې د جودو دوه ملي لوبغاړي په اسیایي سیالیو کې د ګډون په موخه هانګ‌کانګ ته تللي دي.

هغه زیاته کړه، یادې سیالۍ نن (د اپریل په ۱۸مه) په هانګ‌کانګ کې پیلېږي چې د همدې میاشتې تر ۲۴ پورې به دوام ولري.

نوموړي وویل، په دغو سیالیو کې احمدصمیم فیض‌زاده په ۸۱ کیلو وزن کې او فیصل جبارخېل د ۹۰ کیلو وزن په درلودو سره ګډون کوي.

نظري وایي، له يادو لوبغاړو سره ابوریحان رادمنش د روزنکي په توګه مل دی.

د افغانستان د جودو فدراسیون د معلوماتو له مخې، په دغو سیالیو کې له ۳۶ هېوادونو څخه ۲۷۲ د جودو لوبغاړي برخه لري.

دا په داسې حال کې ده چې د تېر ۱۴۰۲ کال د غبرګولي په میاشت کې هم د قزاقستان په کوربه‌توب د جودو په نړۍوالو سیالیو کې پنځه افغان جودوکارانو ګډون کړى و.

Views: 19

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.