ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هرات کې قریشه نومې مېرمن د میناتورۍ هنر ژوندي ساتلو لپاره هڅه کوي

21 Apr 2024 - 15:30
21 Apr 2024 - 15:30

هرات (پژواک، ۲ غویی ۱۴۰۳): هرات کې یوه مېرمن په داسې حال کې د میناتورۍ هنر ژوندي ساتلو لپاره هڅه کوي چې دا هنر په افغانستان په ځانګړي ډول هرات کې ځانګړی ارزښت لري.

هرات کې د میناتورۍ د یوې کارګاه مسوولې قریشې ملک‌زاده پژواک ته وویل چې دې کارګاه کې یې د میناتورۍ هنر ودې په موخه ۱۸ ښځو ته د کار زمینه برابره کړې څو هغوی وکولی شي دې برخه فعالیت وکړي او تر څنګ یې د خپل ژوند لګښتونه له دې لارې برابر کړي.

مېرمن ملک‌زاده وویل، د دې په کارګاه کې ډېری کار زده‌کوونکي هغه نجونې دي چې یا له ښوونځیو پاتې دي او یا هم د هنرونو پوهنځۍ محصلینې دي.

نوموړې چې له لسو کلونو راهیسې په دې کارګاه کې په کار بوخته ده، د دې کارګاه کار یې په څه باندې دوه سوه زره افغانیو پیل کړی او دمګړۍ خپلو پېریدونکو ته بېلابېل ګیلاسونه، نلبکي، چاینکې، شمع‌دانۍ، شیریني‌دانۍ او داسې نور زینتي شیان چمتو کوي او کار‌وبارو یې غوړېدلی دی.

نوموړې د حکومت له لوري د ملاتړ او نندارتونونو ترسره کولو غوښتنې ترڅنګ، له اسلامي امارته غواړي چې نورو ولایتونو ته د دې د کاروبار پراختیا برخه کې ورسره همکاري وکړي.

بلخوا، دې کارګاه کې ځيني زده‌کوونکې دغه ځای د خپل هنر پرمختګ لپاره یو ښه فرصت بولي او له خپلو کارونو خوښ دي.

د دغو زده‌کوونکو له ډلې مونسې سادات وویل، درې میاشتې کېږي چې دې کارګاه کې فعالیت کوي او دمګړۍ دوو مهمو برخو کې فعالیت لري، هغه وایي که د دغه هنر په اړه بهرنیو بازارونو کې تبلیغ او بازارموندنه وشي، د دغه هنر د پرمختګ لپاره به مثبت اغېز ولري.

یاده کارګاه کې یو بله زده‌کوونکې تمنا شیرین‌سخن وایي چې د دې دندې په لاسته راوړلو سره یې روحي ناروغي له منځه تللې ده.

په دغه حال کې ځيني فرهنګيان له دغه هنره د دولت پر جدي ملاتړ ټینګار کوي او وایي چې حکومت باید دې برخه له هنرمندانو هر اړخیز ملاتړ وکړي.

هرات کې یوه فرهنګي فعال محمدصدیق میر پژواک ته وویل چې باید د میناتورۍ له هنر څخه ملاتړ وشي او دوی ته یو مناسب ځای په نظر کې ونیول شي او له هنرمندانو باید هر اړخیر ملاتړ وشي.

هغه وویل، د میناتورۍ هنر یو ډېر ښایسته هنر دی چې هنرمندان یې ډېر په دقت تر سره کوي.

په دغه حال کې، د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولینو له هنرمندانو د ملاتړ او همکاري خبره کوي، وایي، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له هنرمندانو او فرهنګیانو د ملاتړ پالیسې روښانه ده او د هغوی ملاتړ برخه کې به هیڅ ډول هڅې ونه سپموي.

د دې ادارې د فرهنګ او هنر امر مولوي حمیدالله غیاثي وویل چې هرات کې هنرمندان بېلابېلو برخو کې پر فعالیت بوخت دي، ځيني دغو هنرمندانو ته په هریوا دارالفنون کې د فعالیت ځای هم په نظر کې نیول شوی دی.

هغه وایي چې دوی هڅه کوي څو ټولو هنرمندانو او د هنر مینه‌والو ته بېلابېلو برخو کې د کار زمینه برابره شي.

په ورته وخت کې، که څه هم د میناتورۍ صنعت هنرمندان له خپل فعالیته خوښ دي خو نورو ولایتونو کې د دغه هنر د پراخېدو غوښتنه کوي چې د دوی په خبره، جدي پاملرنه نه ده ورته شوې.

Views: 129

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version