ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوست خلک: د غازي ببرک خان تاریخي کلا د نړېدو له ګواښ سره مخ ده

22 Apr 2024 - 12:47
22 Apr 2024 - 12:47

خوست ښار (پژواک، ۳ غويی ۱۴۰۳): د خوست يو شمېر اوسېدونکي وايي چې په دغه ولايت کې د غازي ببرک خان ځدراڼ تاريخي کلا د نړېدو له ګواښ سره مخ ده.

دغه کلا چې د خوست په نادرشاه‌کوټ ولسوالۍ کې موقعيت لري، شاوخوا ۱۵۰ کاله مخينه لري.

د معلوماتو له مخې، دغه کلا د امیر عبدالرحمن خان د واکمنۍ پرمهال د لويې پکتیا د یو شمېر قومونو له لوري په ګډه جوړه شوې وه چې هغه وخت یې پوځي بڼه درلوده.

د دې کلا ډېرې برخې په تېرو وختونو کې نړېدلي او دا مهال يوازې دېوالونه یې پاتې دي.

د غازي ببرک خان ځدراڼ د کورنۍ یوه غړي عظیم جان ببرکزي پژواک ته وویل چې دا پوځي کلا په دوو پوړونو کې جوړه شوې وه او دوې برخې یې درلودې؛ یوه یې د کور د غړو او بله یې د میلمنو لپاره وه.

هغه زیاته کړه، هغه مهال له دې کلا څخه افغان ځواکونو د انګريزي لښکرو خلاف د يوه مهم نظامي مرکز په توګه ګټه اخيستله.

دی وايي: «دا یوه ډېره تاریخي کلا ده. زموږ بابا ببرک خان جوړه کړې وه، ټولو قومونو په دې کې برخه اخیستې وه، د امیر عبدالرحمن په هدایت، بیا زموږ بابا دا ځای انتخاب کړی و چې دلته باید جوړه شي.»

د غازي ببرک خان ځدراڼ د کورنۍ يوه بل غړي قاضي احمد ببرکزي بيا پژواک ته وويل، د دې تاریخي کلا د پاتې برخو د نړېدو ګواښ ورځ تر بلې زیاتېږي.

هغه وويل که اړوند حکومتي مسوولين يې ساتنې او جوړونې ته پاملرنه ونه کړي، ښايي په بشپړ ډول له منځه لاړه شي.

ده وويل: «دغه کلا د ړنګږېدو په حال کې ده، تاسې یې خپله ګورئ شاهد یې یاست، نو موږ غواړو چې دا کلا بېرته په اساسي ډول جوړه شي په هماغه شکل جوړه شي او نوي نسل ته یو څه په میراث پرېږدو. له امارته زموږ غوښتنه ده کومې وعدې یې چې موږ سره کړي، باید لږ سرعت ورکړي څو دغه کلا بېرته جوړه شي.»

دغه راز، د دغه ولايت يوه اوسېدونکي منير وويل که اړونده حکومتي چارواکي د تاريخي ځايونو ساتنې او رغونې ته پاملرنه وکړي او ورغول شي، ښايي ګڼ داخلي او بهرني سيلانيان يې ليدو ته ورشي.

هغه زياتوي: «دا کلا هم باید ورغول شي څو لکه نورو ولایتونو ته خارجي او داخلي سیلانیان راځي، خوست ته به هم سیلانیان را مات شي، دلته به خلکو ته کاروبار پیدا شي، دلته به هوټلونه، دوکانونه جوړ شي او دا سړک به پوخ شي.»

د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د معلوماتو له مخې، د غازي ببرک خان ځدراڼ کلا په ګډون ټولټال په دغه ولايت کې شل تاريخي سيمي او ابدې موجودې دي.

بل لورته د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رییس شبیراحمد عثماني بيا وايي چې د غازي ببرک خان ځدراڼ کلا په ګډون د ټولو تاريخي سيمو او ابدو په اړه له اړونده وزارت سره غږيدلی او ممکن ډېر ژر يې د بیارغونې چارې پيل شي.

ده زياته کړه: «د ببرک خان کلا د ترمیم لپاره هم موږ په ابتدا کې پیشنهاد لېږلی او سږ کال مو بیا پیشنهاد لېږلی دی، په دې بخش کې موږ ډېره دلچسپي لرو او خدای ته امید دی چې په دې برخه کې به ډېر ژر اقدامات وشي.»

د يادونې ده چې دغه کلا د امیر عبدالرحمن په وخت کې د انګریزي حکومت پر وړاندې د پاڅون په موخه جوړه شوې وه چې د عمومي قرارګاه او د وسلو د زېرمتون په توګه ترې ګټه اخيستل کېده.

Views: 68

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version