ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې د شاتو تولید ډېر شوی خو د مچیو فارم‌لرونکي د بازار له نشتوالي شکایت کوي

هلمند کې د شاتو تولید ډېر شوی خو د مچیو فارم‌لرونکي د بازار له نشتوالي شکایت کوي

author avatar
28 Apr 2024 - 14:18
هلمند کې د شاتو تولید ډېر شوی خو د مچیو فارم‌لرونکي د بازار له نشتوالي شکایت کوي
author avatar
28 Apr 2024 - 14:18

لښکرګاه (پژواک، ۹ غویی ۱۴۰۳): د هلمند د کرنې ریاست مسوولین وایي چې تېر کال په دغه ولایت کې د وړم کال په پرتله د شاتو تولیدات دوه برابره ډېر شوي خو د مچیو فارم‌لرونکي بیا د بازار له نشتوالي شکایت کوي.

هلمند کې د مچیو فارمونو اتحادیې مشر امیرخان ناصري پژواک خبري اژانس ته وویل، تېر کال په دغه ولایت کې د شاتو حاصلات دوه برابره ډېر وو او زیاتوي چې اوس مهال ورسره د مچیو ۱۶۰ فارمونه ثبت دي چې د بازار نشتوالي له امله یې خپل د تېرو کلونو تولیدات لا هم ورسره پاتې دي.

هغه زیاته کړه: «موږ فارم‌دارانو ته شاوخوا ۴۰ ټنه شات پاتې دي چې نه دي خرڅ شوي، علت یې دا دی چې له بهرنیو هېوادونو بې‌کیفته شات راوړل کېږي، بیا په کمه بیه پلورل کېږي، زموږ د شاتو د پلور مخه یې نیولې ده. «

ورته مهال، په دغه ولایت کې د مچیو فارم‌لرونکي غوښتنه کوي چې د دوی تولیداتو ته دې په کور دننه او بهر بازارموندنه وشي.

د هلمند په ناوې ولسوالي کې د مچیو یوه فارم‌لرونکي حاجي ملا محمود وویل: «موږ ته د مچیو فارم هیڅ ګټه نه ده کړې، عمده علت یې د شاتو لپاره د بازار نشتوالی دی، بل علت یې له نورو هېوادونو د تجارتي شاتو واردات دي چې زموږ د شاتو د پلور مخه یې نیولې ده.»

له دې سره په لښکرګاه ښار کې د شاتو پلورونکي وايي، خلک د کورنیو باکیفیته شاتو پر ځای بهرني شات خوښوي؛ ځکه بیه یې کمه ده.

د شاتو یوه پلورونکي حاجي عبدالعزیز وویل: «هلمندي چې خالص شات دي، یوه کیلو په ۶۰۰ افغانۍ دي، خو تر ډېره پورې خلک د هغو بهرنیو شاتو غوښتنه کوي چې بې‌کیفته دي، خو بیه یې کمه ده، نو ځکه یې زموږ د شاتو د پلور مخه ډب کړې ده. «

 د هغه په خبره، په ښار کې یې ۴۰ هټیو ته تازه هلمندي شات د پلور په موخه ورکړي، خو زیاتوي چې د بازار نشتوالي له امله ورسره په میاشتو – میاشتو پاتې کېږي.

بلخوا، د دغه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ برخې مدیر شاه‌محمد خان پژواک خبري اژانس ته په مرکه کې وویل، په ۱۴۰۱ کال کې په دغه ولایت کې په ټولیز ډول د شاتو حاصلات ۱۵ ټنه وو، خو تېر ۱۴۰۲ کال کې بیا ۳۰ ټنو ته رسېدلي دي.

هغه زیاته کړه: «د مچیو فارمدارانو راڅخه د بازارموندنې غوښتنه کړې ده، دا غوښتنه یې پر ځای هم ده؛ موږ ډېره هڅه کړې ده چې د دوی شاتو ته بازار پیدا کړو، د دې لپاره مو کرنې وزارت ته هم وړانديزونه لېږلي دي. «

هغه هیله ښيي چې سږنیو ورښتونو ته په کتو، ممکن روان کال په دغه ولایت کې د شاتو حاصلات څو برابره ډېر شي.

Views: 141

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.