کابل (پژواک، ۱۰ غویی ۱۴۰۳): د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت وایي چې د هرات – غور سړک جوړولو چارې پیل شوې.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د هرات – غور سړک جوړولو چارې نن د ملا عبدالغني برادر اخند له خوا پرانیستل شوې.
خبرپاڼه کې راغلي چې ملا برادر په همدې مناسبت جوړ شوو مراسمو ته وویل، د ترانسپورټ سکټور د هېواد په اقتصادي وده کې مهم رول لري؛ اسلامي امارت دغه اهمیت ته په کتو یاد سکټور په خپلو لومړیتوبونو کې نیولی چې د پراختیا او اساسي جوړونې په موخه یې له ګاونډیو او سیمې هېوادونو سره پرلهپسې مجلسونه دوام لري.
دی وايي: «د اسلامي امارت په راتګ سره عملاً د لویو لارو بیارغونې کارونه پيل شوي چې له جملې یې دا دی نن د هرات – غور سړک د عملي چارو پرانیسته کوو.»
ملا برادر زیاته کړه، د دغه ترانسپورټي دهلېز په مسیر کې د مالګې او مرمر ډبرو کانونه هم دي چې په جوړېدو به یې د سوداګرۍ پراختیا او سیمهییز ترانزیټ برخو کې مهم رول ولوبوي.
نوموړي د غور خلکو ته ډاډ ورکړ، اسلامي امارت شته امکاناتو ته په کتو هڅه کوي چې په دغه ولایت کې نورې پروژې هم پرانیزي.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، دغه سړک د افغانستان له مهمو ملي او لویو پروژو دی چې د ځمکني ترانسپورټ له لارې هرات، غور، بامیان، دایکنډي او میدانوردګ ولایتونه له کابل سره نښلوي.
یادې سرچینې د دې لارې اوږدوالي او لګښت په اړه معلومات نه دي په ډاګه کړي او نه یې د چارو د بشپړېدو د مودې په اړه څه ویلي دي.
Views: 56
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن