کابل (پژواک، ۱۴ غویی ۱۴۰۳): د افغانستان ملي دفاع وزارت سرپرست او په کابل کې د چین سفیر د سرحدي ستونزو او واخان پروژې په اړه خبرې کړې دي.
د افغانستان ملي دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي محمدیعقوب مجاهد په کابل کې د چین له سفیر چاوشینګ سره وکتل.
سرچینې لیکلي، مجاهد د دواړو هېوادونو ترمنځ ډیپلوماتیکې، تجارتي او اقتصادي همکارۍ یو مثبت ګام ياد کړ او ویې ویل، افغانستان او چین د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو ټینګښت برخه کې څرګند مشترکات لري او د چین له خوا په افغانستان کې پانګونې او اقتصادي پروژو ملاتړ کوي.
خبرپاڼه کې راغلي چې مولوي محمدیعقوب مجاهد د چین سفیر ته د امنیت ټینګښت برخه يو ځل بيا ډاډ ورکړ.
ملي دفاع وزارت لیکلي، دغه راز د چین سفیر په افغانستان کې سرتاسري امنیت د اقتصادي او سوداګریزو پروژو له لپاره یو مهم فرصت ياد کړ او زیاته یې کړه چې چین له سیاستونو سره د نه مداخلې، خپلو تاريخي همکاریو ته دوام ورکوي او په تجارتي او اقتصادي مسایلو کې همکاري کوي.
خبرپاڼه کې د جزییاتو له ورکولو پرته راغلي، دواړو لورو د سرحدي ستونزو او واخان پروژې په اړه د نظر تبادله وکړه.
Views: 65
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن