ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېره اونۍ افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې لس کسان وژل شوي او نهه نور ټپیان وو

4 May 2024 - 18:05
4 May 2024 - 18:05

کابل (پژواک، ۱۵ غويی ۱۴۰۳):  تېره اونۍ، نړۍوال بانک او اروپايي ټولنې له افغانستان سره ۱۱۶ میلیون ډالره مرسته اعلان کړه، ریچارډ بینېټ وویل چې ا.ا دې له نړۍ سره کړې ژمنې عملي کړي، خو مجاهد وایي، بینېټ دا څرګندونې له افغانانو او اوسني نظام سره د عقدې له مخې کوي.

د تېرې اونۍ مهم خبرونه

  • امریکايي چارواکي: واشنګټن به له اسلامي امارت سره تعامل ته دوام ورکړي.
  • ریچارډ بینېټ: ا.ا دې د بشري حقونو برخه کې له نړۍ سره کړې ژمنې عملي کړي.
  • مجاهد: ریچارډ بینېټ له افغانانو او اوسني نظام سره عقده پالي.
  • کابل ته د بهرمېشتو افغانانو راغلی پلاوی: د ا.ا چارواکي وایي، د ستونزو حل لپاره به نور ګامونه هم واخلي.
  • کابل ښار او ننګرهار کې د ۹۶۰ میلیون افغانیو په لګښت د څلور پروژو کار پيل او د هرات پاشدان بند د پاتې چارو پرانیسته وشوه.
  • نړۍوال بانک او اروپايي ټولنې له افغانستان سره د څه باندې ۱۱۶ میلیون ډالرو مرستې اعلان وکړ.

مرګ‌ژوبله

تېره اونۍ په افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې لس کسان وژل شوي او نهه نور ټپیان وو.

تېره اونۍ، کورنیو چارو وزارت وویل چې د هرات په ګذرې ولسوالۍ کې یوه ناپېژانده وسله‌وال پر لمونځ‌کوونکو ډزې کړې چې له امله یې شپږو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او یو تن يې ټپی کړ. د یاد بريد مسؤولیت داعش ډلې پر غاړه اخيستی دی.

ځايي چارواکي وايي، ناپېژانده وسله‌والو کندهار کې يو کس په ډزو وژلی، غزني کې د زړې مرمۍ چاودنې له امله یو ماشوم ژوند له لاسه ورکړی او څلور نور ټپیان دي، کاپيسا کې يو کس د خپل جوړ کړي ماين چادونه کې وژل شوی، ننګرهار کې يو کس خپل نهه کلن ورور په تېروتنې سره د چره‌یي ټوپک په ډز وژلی او پروان کې د دوو کورنیو ترمنځ د ځمکې پر سر شخړه کې څلور کسان ټپيان شوي دي.

یادونه: د مرګ‌ژوبلې یادې شمېرې پژواک ته د رسېدلو راپورونو له مخې ښودل شوې، خو کېدای شي د ځینو پېښو په اړه یې راپورونه نه وي ترلاسه کړي او یا سرچینو د مرګ‌ژوبلې کره شمېرې نه وي ښودلې.

د سرچينو د معلوماتو له مخې، وړمه اونۍ په افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې اووه کسان وژل شوي او اووه نور ټپیان وو.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د وړم کال د زمري میاشتې له بدلون مخکې د جنایي پېښو ترڅنګ په جګړو کې هره اونۍ سلګونو ملکي وګړو او د ښکېلو غاړو کسانو ته مرګ‌‌ژوبله اوښته.

له اسلامي امارت سره تعامل

تېره اونۍ، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال وډانټ پټېل او د افغانستان لپاره د امریکا سفارت شارژدافیر کرن ډیکر وویل چې د افغانانو د ملاتړ او د خپلو ملي ګټو ساتنې په موخه له اسلامي امارت سره تعامل کوي.

پټېل ویلي وو چې د افغانانو د ملاتړ او د امریکا متحده ایالتونو د ملي ګټو ساتلو لپاره دا ډول تعامل اړین دی.

 دغه راز، کرن ډیکر ویلي چې د امریکا متحده ایالتونه اوس په داسې یو موقف کې دي چې له یوه اړخه باید «د طالبانو په رسمیت نه پېژندلو سیاست» تعقیب کړي او له بلې خوا باید د افغانستان له سرپرست حکومت سره د عملي تعامل په لټه کې وي.‎

د افغانستان اسلامي امارت په دې اړه څه نه دي ویلي، خو له دې وړاندې یې په وار وار يې ویلي چې له ټولې نړۍ سره د متقابل احترام په چوکاټ کې د مثبت تعامل غوښتونکی دی او له نړۍ سره د نېکو اړیکو لا ډېره پراختیا غواړي.

بشري حقونه

د بي‌بي‌سي د راپور له مخې، تېره اونۍ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا غونډې ته په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت ارزونه وړاندې شوه او ګډونوالو يې د افغانستان پر سرپرست حکومت غږ وکړ چې نجونو او ښځو ته د زده‌کړو او کار اجازه ورکړي او په ټوله کې د بشري حقونو درناوی وکړي.

د افغانستان اسلامي امارت د دې ناستې په اړه څه نه دي ويلي خو له دې مخکې یې ټينګار کړی چې په افغانستان کې ټولو ته شرعي حقونه ورکړل شوي او د ښځو حقونه هم د اسلامي شريعت په چوکاټ کې خوندي دي.

دغه راز، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړی راپور ورکوونکي ریچارډ بینېټ هم په افغانستان کې پر بشري وضعيت اندېښنه ښودلې او یو ځل بیا يې له اسلامي امارته غوښتي چې د بشري حقونو مسایلو په اړه له نړۍ سره کړې ژمنې عملي کړي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌‌الله مجاهد په دې اړه ویلي: «د ریچارډ بینېټ خبرې غبرګون ته اړتیا نه لري؛ هغه عقده‌یي دی چې له افغانانو او هغه نظام سره چې په افغانستان کې حاکم دی او هغه امنیت او ټیکاو چې لرو، هغه سره عقده لري، طبعاً به هغه خپله عقده کړې وي او موږ ورته ارزښت نه ورکوو.»

دغه راز، کابل ته د بهرمېشتو افغانانو راغلی پلاوی وایي، د سفر پر مهال یې د ا.ا له مشرانو سره د نجونو ښوونځيو پرانیستو، د قوانینو تشې ډکېدو او ټول‌منلي نظام جوړېدو په اړه خبرې کړې او مشران هم په ډېرو مواردو کې ورسره موافق دي؛ ویلي یې دي چې واردمخه يې هم ځيني عملي ګامونه اخیستي دي.

په کور دننه بنسټیزې پروژې

تېره اونۍ، په کابل ښار کې د نږدې ۹۵۰ میلیون افغانیو په لګښت د سړکونو جوړولو درېیو پروژو چارې پیل شوې او ټاکل شوې چې د دوو کلونو په موده کې به بشپړې شي.

په یادو پروژو د ۲،۵ کیلومتره په اوږدوالي او ۶۰ متره په سور د خیرخانې کوتل سړک دویمه برخه، د ۱۹۰۰ مترو په اوږدوالي او ۴۵ متره په سور له قصبې د شهید تر څلورلارې او بله د ۲،۷ کیلومتره په اوږدوالي او ۶۰ متره په سور د کابل هوایي ډګر له څلورلارې بیا د نهمې ناحیې اړوند تر ګمرک سیمې سړکونه شامل دي.

دغه راز، د ننګرهار په دره‌نور، بهسود، دوربابا، کوز کونړ او شينوارو ولسواليو کې د لس ميليون افغانيو په لګښت د اوبو پنځه چک‌ډیمونه جوړېږي او د هرات د پاشدان بند د پاتې چارو پرانيسته وشوه.

د راپورونو له مخې، دغه بند د شاوخوا ۴۵ میلیونه مترمکعب اوبو ذخیره کولو، د ۱۳ زره هکټاره ځمکې خړوبولو او د دوه میګاواټه برېښنا د توليد ظرفیت لري.

د بشري مرستو دوام

تېره اونۍ، اروپایي ټولنې په افغانستان کې د اوبو خدمتونو ښه کېدو په موخه، د اقلیمي بدلونونو او له خوارځواکۍ سره د مبارزې برخو کې ۳۰ میلیونه یورو ځانګړي کړل او نړۍوال بانک بیا د معیشتي پروژو پلې کېدو لپاره له افغانستان سره د ۸۴ میلیون ډالرو مرسته کوي.

دغه راز، د ماشومانو ژغورنې سازمان په افغانستان کې خطرناکو خو د مخنیوي وړ ناروغیو درملنې په موخه د ۹۲ ټنه درملو مرسته کړې.

Views: 44

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version