غزنيښار (پژواک، ۱۸ غویی ۱۴۰۳): د غزني په جاغوري ولسوالۍ کې د خلکو په ۲۰ میلیون افغانۍ لګښت یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړېږي.
د جاغوري ولسوالۍ د داوود زیرک سیمې یوه قومي مخور حسین پژواک خبري اژانس ته وویل چې د خلکو له لوري په دې سیمه کې یوه ښوونځي ته د ودانۍ جوړولو چارې پيل شوې.
هغه زیاته کړه، پر یاد ښوونځي شاوخوا ۲۰ میلیون افغانۍ لګښت راځي او د جوړېدو چارې به یې د روان کال په ترڅ کې بشپړې شي.
ورته وخت کې د غزني پوهنې رییس نصیراحمد حسیني هم پژواک ته وویل چې د جاغوري ولسوالۍ د داوود زیرک سیمې خلکو د ۲۰ میلیون افغانیو په لګښت یوه ښوونځي ته د ودانۍ جوړولو چارې پيل کړې دي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، یاد ښوونځی پر څه باندي څلور جریب ځمکه په پاخه او اساسي ډول په درېیو پوړونو کې جوړېږي چې ۲۰ درسي خونې، یوه اداري خونه، یو د استادانو لپاره د استراحت خونه، یوه تحویل خونه، یو پخلنځی، یو کتابتون به ولري او دغه راز د لوبو لپاره به ځانګړی ځای ولري.
هغه وویل چې په دغه ښوونځي کې به زر زدهکوونکي زدهکړې وکړي.
هغه د غزني نورو سیمو له خلکو هم غوښتنه وکړه چې د داوود زیرک سیمې د خلکو په څېر دې خپلو اولادونو ته د زدهکړې زمینه برابره کړي.
د یادوني ده چې په تېره یوه اونۍ کې په جاغوري کې دا درېیم ښوونځی دی چې د خلکو له لوري ورته د ودانۍ جوړولو چارې پيلېږي.
Views: 43
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن