ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

عباد: د هېواد په کچه څه باندې درې زره روغتیایي مرکزونو کې میندو او ماشومانو ته ۱۳ ډوله واکسین تطبیقېږي

عباد: د هېواد په کچه څه باندې درې زره روغتیایي مرکزونو کې میندو او ماشومانو ته ۱۳ ډوله واکسین تطبیقېږي

author avatar
9 May 2024 - 17:40
عباد: د هېواد په کچه څه باندې درې زره روغتیایي مرکزونو کې میندو او ماشومانو ته ۱۳ ډوله واکسین تطبیقېږي
author avatar
9 May 2024 - 17:40

کابل (پژواک، ۲۰ غویی ۱۴۰۳): د عامې روغتیا سرپرست وزیر وایي چې دمګړۍ په هېواد کې د لسو ناروغیو وقایې لپاره ۱۳ ډوله واکسین موجود دي چې د ۳۰۴۹ روغتیایي مرکزونو له لارې میندو او له یو کال کم‌عمره ماشومانو ته په وړیا ډول تطبیقیږي.

نن د واکسین نړۍوالې اونۍ نمانځنې مراسم د عامې روغتیا وزارت چارواکو، د روغتیا نړۍوال سازمان او یونیسف استازو په حضور کې د عامې روغتیا وزارت په تالار کې ونمانځل شوه.

د عامې روغتیا سرپرست وزیر ډاکټر قلندر عباد د دې ناستې په پیل کې وویل چې دغه وزارت د واکسین نړۍواله اونۍ «واکسین د ټولو لپاره» تر شعار لاندې نمانځي.

هغه وویل چې په ملي او نړۍواله کچه د دې ورځې نمانځلو موخه د ماشومانو د ژوند ژغورنې او د راتلونکي نسل تضمین دی.

د هغه په خبره، هېواد کې اوسمهال د ۱۰ ناروغیو وقایې لپاره ۱۳ ډوله واکسین موجود دی چې د ۳۰۴۹ روغتیایي مرکزونو له لارې له یوه کال کم‌عمره ماشومانو او میندو ته تطبیقیږي.

نوموړي وویل، په دغه اساس پنځه دوره‌یي جدول ته په کتو هر ماشوم ته په یوه کال کې د توبرکلوز، تیتانوس، کوويد۱۹، انفلونزا، سینه او بغل ناروغیو پر وړاندې واکسین کېږي څو روغ پاتې شي.

هغه زیاته کړه، د روغتیا نړۍوال سازمان د سروې له مخې، افغانستان اوس هم د هغو هېوادونو له ډلې دی چې د ماشومانو مړینه په کې ډېره ده او اساسي لاملونه یې کډوالي، بې‌وزلي او په لرو پرتو سیمو کې ژوند دی خو اوسمهال د معیاري روغتیايي خدماتو او د واکسین تطبیق له امله په دغو شمېرو کې کموالی راغلی دی.

د عباد په خبره، ماشومان راتلونکی جوړوي چې باید اساسي حقونو ته یې درناوی وشي او د ماشومانو پر وړاندې دې د مسوولیتونو ادا کولو هڅه وشي.

نوموړي وویل، د عامې روغتیا وزارت واکسین ته د خلکو د لاسرسي هڅه کړې خو دا هڅې بسنه نه کوي او باید ډېره هڅه وشي.

د عامې روغتیا سرپرست وزیر وویل، د روغتیا نړۍوال سازمان شمېرو له مخې، له ۱۹۷۴ کال راپه دېخوا تر اوسه پورې په نړۍ کې د ۱۵۴ میلیون کسانو ژوند د واکسین په وسیله ژغورل شوي دی.

هغه زیاته کړه، د عامې روغتیا وزارت په نظر کې لري چې تر څلورو راتلونکو کلونو پورې Big Catch Up په نوم یوه پروګرام کې ۱،۸ میلیون ماشومان واکسین کړي چې د کوويد ۱۹ ناروغۍ له امله له واکسین پاتې وو.

د اسلامي امارت دغه چارواکي له هېوادوالو غوښتنه وکړه څو واکسین وکړي څو د دې لامل شي چې یوه سالمه ټولنه رامنځته شي.

دغه راز په دې ناسته کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو مرستیال مولوي عبدالولي حقاني وویل، د ۲۰۲۴ کال له پیله تر اوسه د هېواد په کچه له پنځو کلونو کم عمره ۱،۸ میلیونه ماشومان واکسین شوي دي.

نوموړي وویل چې د واکسین او معافیت برخه کې پرمختګ شوی؛ خو دا بسنه نه کوي او ډېر کار ته اړتیا ده.

هغه وویل چې د عامې روغتیا وزارت توانېدلی په خپلو مالي او تخنیکي مرستو سره په ۲۰۲۳ کال کې په مجموعي ډول له پنځو کلونو کم ۱،۶ میلیون ماشومان واکسین کړي او پلان لري چې د روان کال په ترڅ کې ۲،۳ میلیون ماشومان واکسین کړي.

حقاني وویل په ټوله کې له ۲۰۲۳ کال رهیسې یې له هېوادونو او بنسټونو ۱۶۹ میلیون دوزه واکسین ترلاسه او تطبیق کړی دی، د شمېرو له مخې د ټول هېواد په روغتیایي مرکزونو ۲۵ سلنه اضافي واکسین موجود دی چې د روغتیا وزارت له خوا به خلکو ته تطبیق شي.

د هغه په خبره، ټول هغه واکسینونه چې تطبیقېږي، د روغتیا نړۍوال سازمان له خوا تایید شوي او مصون دي.

بلخوا، د روغتیا نړۍوال سازمان استازي دیبورا ویلي، په نړۍ کې د واکسین اونۍ هر کال نمانځل کېږي چې موخه یې واکسین ته لاسرسی د وقایې یا د واکسین وړ ناروغیو پر وړاندې د خلکو ژغورنه ده.

Views: 20

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.