کابل (پژواک، ۲۳ غویی ۱۴۰۳): د صنعت اونۍ ملي او نړۍوال نندارتون له جوړېدو سره هممهاله حکومتي مسوولینو له داخلي تولیداتو څخه پر استفادې ټينګار کړی او ویلي یې دي چې اسلامي امارت د داخلي تولیداتو او صنعت ملاتړ کوونکی دی.
د صنعت اونۍ ملي او نړۍوال نندارتون نن د اسلامي امارت د لوړپوړو چارواکو، بهرنیو ډیپلوماټانو، سوداګرو او صنعتکارانو په حضور کې د افغانستان د نړۍوال نندارتون مرکز کې په کابل کې پرانیستل شو.
د داخلي تولیداتو او محصولاتو وده او ورته بازار موندنه، د ملي صنعت ترویج، له داخلي تولیداتو څخه د خلکو د استفادې په موخه پوهاوی او ورته هڅونه د یاد نندارتون د جوړېدو له موخو ښودل شوې چې د یوې اونې لپاره به د خلکو پر مخ پرانیستی وي.
د یاد نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د ریاستالوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي وویل چې د یوه هېواد اقتصادي پراختیا لپاره د صنعت وده ځانګړی رول لري او د دغه نندارتون جوړېدل ځانګړی اهمیت لري.
د ریاستالوزراء اداري مرستیال وویل چې اسلامي امارت په ټوله معنا د داخلي تولیداتو او محصولاتو ملاتړ کوونکی دی.
په دغو مراسمو کې د افغانستان د مرکزي بانک رییس ملا هدایتالله بدري وویل چې په ټول هېواد کې امنیت تامین شوی او له بل هر وخته پهکې د پانګونې ښه زمینه برابره شوې ده.
دغه ناسته کې ځینو نورو حکومتي چارواکو د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو سره د صادراتو ډېرېدو، په اقتصادي چارو کې د ستونزو حل کېدو او صنعت برخې کې د پرمختګونو په اړه خبره وکړې.
د اقتصاد وزارت مرستیال عبدالطیف نظري وویل چې د اسلامي امارت په بیا واکمنېدو سره ګومان دا وو چې د افغانستان اقتصاد به له منځه لاړ شي، خو داسې ونه شول او اقتصادي برخو کې د پام وړ پرمختګونه راغلل.
نظري زیاته کړه چې د ملي کرنسۍ ثبات، د تورم نرخ کموالی، د صادراتو ډېرېدل او ملي او نړۍوالو ابعادو کې د پانګونې جذب په اقتصادي برخه کې د پام وړ پرمختګونه دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي وویل چې له ۱۴۰۰ کال څخه راپدېخوا د هېواد صادراتو کې د پام وړ ډېروالی راغلی، دغهراز دغه وزارت ۲۰۰۰ شرکتونو ته تولیدي جوازونه ورکړي چې هغه کې ۵۰ سلنه نوي جوازونه دي.»
د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړي مرستیال یونس مومند وویل چې دمګړۍ افغانستان د صادراتو او وارداتو برخو کې د نړۍ له هیڅ هېواد سره ستونزه نه لري.
په ورته وخت کې، دغه نندارتون کې ځيني غرفهلرونکو په دوامدار ډول د داسې نندارتونونو جوړېدو غوښتنه وکړه او له خلکو یې وغوښتل چې د هېواد د اقتصادي ودې په موخه دې له داخلي تولیداتو استفاده وکړي.
دغه نندارتون کې یوه غرفهلرونکي علاوالدین بهادري د هېواد د تولیدي محصولاتو د ودې لپاره د داسې نندارتونونو جوړېدو ته په اشارې وویل چې داسې نندارتونونه دې په نورو ولایتونو کې هم جوړ شي.
دغه نندارتون کې یوه بل غرفهلرونکي تمیم امیري په دوامدار ډول د داسې نندارتونونو جوړېدو غوښتنه وکړه او له خلکو یې هم وغوښتل چې د هېواد د اقتصادي ودې په موخه دې له داخلي تولیداتو استفاده وکړي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې، دغه نندارتون کې د داخلي تولیداتو او محصولاتو لپاره ۸۰۰ غرفې اېښودل شوي چې ۲۰۰ یې ښځو ته ځانګړې شوې او ۱۵ غرفې یې د ایران اړوند دي.
Views: 14
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن