ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اروپایي ټولنې او د کډوالۍ او روغتیا نړۍوالو سازمانونو د افغانستان له سېلاب‌ځپلو سره مرسته وکړه

اروپایي ټولنې او د کډوالۍ او روغتیا نړۍوالو سازمانونو د افغانستان له سېلاب‌ځپلو سره مرسته وکړه

author avatar
13 May 2024 - 13:18
اروپایي ټولنې او د کډوالۍ او روغتیا نړۍوالو سازمانونو د افغانستان له سېلاب‌ځپلو سره مرسته وکړه
آرشیف
author avatar
13 May 2024 - 13:18

کابل (پژواک، ۲۴ غویی ۱۴۰۳): اروپايي ټولنې او د کډوالۍ او روغتیا نړۍوالو سازمانونو افغانستان کې له سېلاب‌ځپلو سره د درملو، سرپناه، لومړنیو اړینو او نورو توکو مرسته کړې ده.

د اروپایي ټولنې د بشري مرستو او مدني خوندیتوب دفتر تېره ورځ پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي وو،  په افغانستان کې یې له سېلاب‌ځپلو سره ۹۷ ټنه روغتیايي او نورو تجهیزاتو مرسته کړې ده.

یادې ټولنې زیاته کړې: «نن کابل ته له مرستو بار یوه الوتکه راورسېده او ۱۳ بشري سازمانونو ته یې ۹۷ ټنه روغتیا او نور تجهیزات راورسول.»

ورته مهال، نړۍوال روغتیايي سازمان هم په یوې اعلامیه کې لیکلي، د افغانستان د شمال سېلاب‌ځپلو ته اووه مټریک ټنه روغتیايي تجهیزات سپاري.

د اعلامیې له مخې، په یاده کڅوړه کې اړین درمل، روغتیایي توکي او کېټونه شامل دي.

یاد بنسټ زیاته کړې، دا کڅوړه د نړۍوال روغتیايي سازمان د روانو هڅو یوه برخه ده چې په افغانستان کې د وروستیو سېلابونو له زیانمنو سره یې کوي.

افغانستان کې د نړۍوال روغتیايي سازمان استازي ډاکټر جمشید تنولي ویلي: «موږ د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي ښیو او زیانمنو سیمو کې د اړینو روغتیايي خدماتو رسولو په موخه روغتیايي چارواکو او شریکانو سره یو لاس کېږو.»

بلخوا، د کډوالۍ نړۍوال سازمان هم پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، ټیمونه یې نه ستړې کېدونکې هڅې کوي او سېلاب‌ځپلو ته بېړنۍ مرستې رسوي.

یاد سازمان څرګنده کړې، په مرستو کې یې موقتي سرپناه، اړین غیرخوراکي توکي، د رڼا وسایل او جامې شامل دي.

سرچینې زیاته کړې: «موږ خلکو ته داسې وسایل هم وېشو چې د خپلو ړنګو کورونو په بېرته جوړولو کې ترې کار واخلي.»

دغه‌راز، د افغانستان په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې واشنګټن پر دې پېښه سخت خواشینی دی.

نوموړي زیاته کړې: «پلي‌کوونکي شریکان مو د سختو اړمنو ټولنو لپاره د خوړو، اوبو او نورو اړینو خوراکي توکو ټولولو په حال کې دي، موږ د هغو خلکو لپاره اندېښمن یو چې خپل عزیزان یې له لاسه ورکړي دي.»

د خوړو نړۍوال پروګرام هم لیکلي، د بغلان ډېرې اغېزمنې سیمې د موټر لار نه لري.

یاد بنسټ څرګنده کړې، اړ وو چې هغو پاتې خلکو ته چې خپل هر څه یې له لاسه ورکړي، د خوړو رسولو لپاره له هرې بدیلې لارې کار واخلي.

دا په داسې حال کې ده چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د وروستیو شمېرو له مخې، بغلان کې د سېلاب له امله ۳۱۵ کسانو ژوند له لاسه ورکړی، یو زر او ۶۳۰ کسان ټپيان شوي او څه باندې ۲۶۰۰ کورونه په کلي او قسمي توګه ویجاړ شوي دي.

Views: 22

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.