ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د تورخم لار د درېيو ورځو لپاره د افغان مسافرو او ناروغانو پر مخ تړل کیږي

د تورخم لار د درېيو ورځو لپاره د افغان مسافرو او ناروغانو پر مخ تړل کیږي

author avatar
15 May 2024 - 21:15
د تورخم لار د درېيو ورځو لپاره د افغان مسافرو او ناروغانو پر مخ تړل کیږي
author avatar
15 May 2024 - 21:15

جلال‌اباد (پژواک، ۲۶ غويی ۱۴۰۳): سېمه‌ییز چارواکي وايي، د پاکستان له لوري د تورخم دروازه د غویي له ۲۷ مې تر ۲۹ د مسافرو او ناروغانو پر مخ تړل کېږي خو د ټرانزیټ پر مخ خلاصه وي.

د ننګرهار ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو امر مولوي صديق الله قريشي پژواک خبري اژانس ته وویل چې پاکستان لوری غواړي تورخم سېمه کې خپلې ځینې دفترونو نویو ودانیو ولیږدوي نو ځکه به دغه لاره په موقتي ډول وتړل شي.

هغه وویل چې دغه لار به سره له سبا (د غويي له ۲۷مې تر ۳۰مې) پورې د درېيو ورځو لپاره د مسافرو او ناروغان پر مخ تړلې وي.

د تورخم ښارګوټي کمیسار مولوي حکمت الله هم له خلکو غوښتي چې په دغه لاره تګ او راتګ ونه کړي.

هغه ویلي، یاده لار به د باربرۍ موټرو پرمخ ۲۴ساعته خلاصه وي او د دغو موټر چلوونکي کولای شي، دواړو لوري ته په عادي ډول تګ – راتګ وکړي.

 

Views: 43

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.