پاراخ (پژواک، ۲۶ غویی ۱۴۰۳): د پنجشېر په عنابه لسوالۍ کې د ۲۰۰ کیلوولټ په ظرفیت د یوه ترانسفرمر په نصبېدو درې سوه کورنۍ له معیارې برېښنا برخمنې شوې دي.
د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ رییس نصرالله ملکزاده پژواک خبري اژانس ته وویل، یاد ترانسفرمر د برېښنا شرکت له لوري د عنابه ولسوالۍ په «زمانکور» سیمه کې د دوهنیم میلیون افغانیو په لګښت نصب شوی دی.
هغه زیاته کړه، مخکې له دې د یادې سیمې اوسېدونکو په خپل لاس له برابرې شوې غیرمعیاري برېښنا یوازې د رڼا لپاره ګټه اخیسته.
د پنجشېر د والي مرستیال ملا شاه ملنګ روحالله نن د یاد ترانسفرمر په پرانیسته کې وویل: «ا.ا چې د هېواد ابادولو لپاره کوم پلانونه لري، په دورهیي توګه یې د افغانستان ولایتونو په کچه عملي کوي چې دا یې یوه بېلګه ده.»
د زمانکور کلي اوسېدونکي په دې سیمه کې د برېښنا شرکت له لوري د معیاري برېښنا برابرېدو هرکلی کوي او وايي، دا له حکومته د خلکو مکرره غوښتنه وه چې رسېدنه ورته وشوه.
د سیمې یوه اوسېدونکي میراقا پژواک ته وویل: «له دې مخکې مو له خپلې برابرې کړې برېښنا یوازې د خونو رڼا کولو لپاره ګټه اخیسته، اوس خوښ یو چې له معیاري برېښنا چې هره برخه کې کار ترې اخیستل کېدای شي، برخمن شوو»
دا په داسې حال کې ده چې په پنجشېر کې د برېښنا شرکت امریت مسوولینو تېر کال پژواک ته ویلي وو، په دغه ولایت کې نږدې ۳۲ سلنه اوسېدونکي له معیاري او پاتې له غیرمعیاري برېښنا ګټه پورته کوي.
Views: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن