مزارشریف (پژواک، ۲ غبرګولی ۱۴۰۳): بلخ کې د اوړو تولیدوونکو اتحادیه وایي چې افغانستان کې دا مهال شاوخوا ۲۰۰ سیلوګانې فعالیت لري او دغه هېواد د اوړو تولید برخه کې د ځانبسیاینې تر کچې رسېدلی دی.
مزارشریف ښار کې د بلخ ولایت د اوړو تولید فابریکهلرونکو د یوه خبري کنفرانس له لارې د سرپرست حکومت له هغې پرېکړې ملاتړ وکړ چې له مخې یې د اوړو پر واردېدو تعرفه لوړه او پر غنمو کمه شوې ده.
په دغه خبري غونډه کې د بلخ ولایت د اوړو تولیدوونکو اتحادیې رییس محمدیوسف شهباز وویل چې دا مهال په افغانستان کې شاوخوا ۲۰۰ سیلوګانې فعالیت لري او دغه هېواد د اوړو تولید برخه کې ځانبسیاینې ته رسېدلی دی.
نوموړی په دې برخه کې د حکومت ملاتړ مهم ګڼي او زیاتوي، که حکومت د فابریکهلرونکو ملاتړ وکړي کولای شي خپل تولیدات بهر ته هم صادر کړي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې د اوړو تولید برخه کې ډېره پانګونه شوې او په ټوله کې دغه پانګونه شاوخوا ۶۰۰ میلیون ډالرو ته رسېږي.
هغه دغهراز وایي چې د افغانستان ۹۹ سلنه غنم د سیلولرونکو له خوا پېرل کېږي خو اندېښنه ښیي چې د تېرې یوې میاشتې په پرتله دا مهال د یو من غنمو بیه کې شاوخوا ۴۰ افغانۍ ډېروالی راغلی دی.
هغه همدا راز وایي چې په هره فابریکه کې شاوخوا ۲۵۰ کسان پر دنده بوخت دي او که د فابریکهلرونکو ملاتړ وشي لا ډېرو کسانو ته به کاري فرصتونه برابر شي.
په همدې حال د بلخ ولایت صنعت او کانونو خونې سرپرست سیدمبشر سادات هم د حکومت ملاتړ د صنعت د ودې لپاره مهم ګڼي او وایي چې افغانستان اوسمهال په ۱۳۷ تولیدي سکټورونو کې ځان بسیاینې ته رسېدلی دی.
دغه راز په دې غونډه کې د بلخ پېشهورانو اتحادیې رییس میرویس احمدي بیا وایي چې افغانستان په بشپړ ډول ځان بسیاینې ته نه دی رسېدلی او باید له ګاونډیو هېوادونو سره اړیکې پراخې شي.
Views: 55
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن