مزارشریف- غزني ښار (پژواک، ۲ غبرګولی ۱۴۰۳): امنیتي مسوولین وايي چې په بلخ او غزني ولایتونو کې د یوې ښځې په ګډون دوه کسان وژل شوي دي.
د بلخ امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د مزارشریف ښار اوومې حوزې اړوند نورخدا سیمه کې یوه کس خپله مېرمن وژلې او جسد یې څاه ته غورځولی دی.
خبرپاڼه زیاتوي چې د ټېلفوني راپور په ترڅ کې د اطفایې او پېښو ته د رسېدنې ټیمونه د پېښې سیمې ته ورغلي او د وژل شوې مېرمنې جسد يې له څاه څخه ایستلی دی.
سرچینه دغه راز وایي چې د وژل شوې ښځې خاوند له سیمې تښتېدلی خو په اړه یې پلټنې روانې دي.
دغه راز، د یو بل خبر له مخې، غزني کې د یوه ځوان جسد موندل شوی دی.
د غزني امنیې قوماندانۍ ویاند ابو خالد سرحدي پژواک ته وویل چې لس ورځې مخکې د غزني ښار د کوشک له سیمې د حمیدالله په نوم یو کس نادرکه شوی و.
خو دی وایي چې امنیتي کسانو تېره ورځ ناوخته د حمیدالله جسد په یوه څاه کې موندلی دی.
سرحدي زیاتوي چې د دغه کس جسد د څېړنو په موخه عدلي طب ته استول شوی چې له پلټنو وروسته به خپلې کورنۍ ته وسپارل شي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، د حمیدالله د وژل کېدو په تور درې کسان هم نیول شوي چې څېړنې ترې روانې دي.
د یادونې ده چې څه موده مخکې هم د غزني ښار د قلعه قدم په سیمه کې د یوه ځوان جسد موندل شوی و.
Views: 21
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن