کابل (پژواک، ۴ غبرګولی ۱۴۰۳): د کورنیو چارو وزارت وايي چې سراجالدین حقاني د قطر د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال سره لیدنه کې پر سیاسي او اقتصادي مسایلو خبرې کړې دي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع پر اېکسپاڼه د یوه پیغام په خپرولو سره د قطر د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال محمد بن عبدالعزیز الخلیفي سره د دغه وزارت د سرپرست خلیفه سراجالدین حقاني د کتنې خبر ورکړی دی.
هغه زیاته کړې چې په دې لیدنه کې دواړو لورو پر سیاسي او اقتصادي مسایلو خبرې کړې او د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا او دوام یې هوکړه کړې ده.
د کورنیو چارو وزارت سرپرست په افغانستان کې له سیلابځپلو کورنیو سره د قطر دولت د بېړنیو مرستو هرکلی وکړ.
په همدې حال کې، د قطر د بهرنیو چارو وزارت مرستیال هم ویلي چې هېواد به یې په هر ډول شرایطو کې د افغانستان ترځنګ ولاړ وي.
نوموړي هیلهمندي څرګنده کړې چې افغانستان په سیاسي، امنیتي او اقتصادي برخو کې لا نور پرمختګونه هم کړي دي.
د یادونې ده چې محمد بن عبدالعزیز الخلیفي پرون د ریاستالوزارء له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر، اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر، اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي او دفاع له وزیر مولوي محمدیعقوب مجاهد سره هم کتلي دي.
Views: 11
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن