ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سرګي ناریشکین: امریکا او بریتانیا د افغانستان او منځنۍ اسیا هېوادونو بې‌ثباته کولو لپاره له ترهګریزو ډلو سره همکاري کوي

سرګي ناریشکین: امریکا او بریتانیا د افغانستان او منځنۍ اسیا هېوادونو بې‌ثباته کولو لپاره له ترهګریزو ډلو سره همکاري کوي

author avatar
25 May 2024 - 16:44
سرګي ناریشکین: امریکا او بریتانیا د افغانستان او منځنۍ اسیا هېوادونو بې‌ثباته کولو لپاره له ترهګریزو ډلو سره همکاري کوي
author avatar
25 May 2024 - 16:44

کابل (پژواک، ۵ غبرګولی ۱۴۰۳): د روسیې د بهرنیو استخباراتو ادارې مشر ویلي چې د امریکا او بریتانیا ځانګړو ادارو تر اوسه له تروریستي ډلو سره له همکارۍ لاس نه دی اخیستی او هڅه کوي نه یوازې په افغانستان، بلکې منځنۍ اسیا کې هم وضعیت بې‌ثباته کړي.

د ټاس خبري اژانس راپور له مخې، د روسیې د بهرنیو استخباراتو ادارې مشر سرګي ناریشکین د قرقیزستان په بېشکېک کې د هم‌ګټو هېوادونو د امنیتي چارواکو غونډې په څنډه کې ویلي چې له افغانستانه د امریکایانو له وتلو سره بیا هم د بریتانیا او واشنګټن ځانګړې ادارې له تروریستي ډلو سره همکاري کوي.

نوموړي څرګنده کړه چې د امریکا او بریتانیا ځانګړو ادارو داعش او القاعده رامنځته کړي دي.

هغه ټینګار کړی چې نه یوازې سوریه د دې موضوع واضح مثال ده، بلکه افغانستان هم له دې اړخه ډېر زیانمن شوی دی.

ورته مهال، د روسیې د فدرال د استخباراتو ادارې رییس الکساندر بورتنیکوف په یاده غونډه کې ویلي چې اسلامي امارت کولای شي افغانستان کې نظم راولي، په دې شرط چې بهرنيان یې په چارو کې لاسوهنه ونه‌کړي.

نوموړي څرګنده کړې: «بې له شکه مونږ د هغه څه په اړه چې په افغانستان کې روان دي، بې تفاوته نه شو پاتې‌ کېدای. له یوې خوا رامنځته شوي مثبت بدلونونه باید په نظر کې ونیول شي. افغان چارواکي په فعاله توګه د وضعیت د عادي کولو لپاره کار کوي، د ناوړه تروریستي سازمانونو پر وړاندې مبارزه کوي او د پیاوړتیا په هڅه کې دي.»

هغه زیاته کړې چې په افغانستان او پاکستان کې د نړۍوالو ترهګرو سازمانونو او تروریستي شبکو د نفوذ پراخولو هڅې د خپلواکو هم‌ګټو هېوادونو امنیت ته لوی ګواښ دی.

Views: 36

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.