ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د تېرو اوو ورځو په نسبت د سرو زرو او هندي بورې بیې ټیټې شوې دي

د تېرو اوو ورځو په نسبت د سرو زرو او هندي بورې بیې ټیټې شوې دي

author avatar
25 May 2024 - 15:33
د تېرو اوو ورځو په نسبت د سرو زرو او هندي بورې بیې ټیټې شوې دي
آرشیف
author avatar
25 May 2024 - 15:33

کابل (پژواک، ۵ غبرګولی ۱۴۰۳): د تېرو اوو ورځو مخکې په پرتله نن کابل ښار کې د هندي بورې او سرو زرو بیې ټیټې شوې، خو د نورو لومړنیو خوراکي توکو بیو بدلون نه دی کړی.

په کابل ښار کې د خوراکې توکو اتحادیې رییس زمري صافي پژواک خبري اژانس ته وویل چې د تېرو ۷ ورځو مخکې په پرتله نن په عمده ډول د ۴۹ کیلوګرامه هندي بورې بیه له ۳۱۰۰ نه ۳۰۰۰ افغانیو ته راټیټه شوې ده.

هغه وویل چې د بورې د وارداتو ډېرېدو او تقاضا کموالي له امله د هغه په ‎بیه کې کموالی راغلی دی.

هغه زیاته کړه چې نن هم لکه تېره شنبې ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړه په ۱۵۵۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۶۰۰ افغانۍ، ۱۶ لېټره مالیزیایي غوړي۱۴۲۰ افغانۍ، یو کیلوګرام افریقایي تور چای په ۴۰۰ او یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۳۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.

د ځينو توکو پرچون او عمده بیې په یو شمېر مواردو کې لږ خو په ځینو کې بیا ډېر توپیر لري.

د کابل ښار په دهن‌باغ سیمه کې د خوراکي توکو په مارکېټ کې د دغو توکو یوه پرچون پلورونکي حامد صوفي وویل چې نن په پرچون ډول ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړه په ۱۶۰۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۶۵۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه هندۍ بوره په ۳۰۵۰ افغانۍ، ۱۶ لېټره مالیزیايي غوړي په ۱۴۷۰ افغانۍ، یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۴۰۰ افغانۍ او یو کیلوګرام افریقایي تور چای په ۴۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.

د سرو زرو بیې

د کابل ښار د تیمورشاهي پر واټ د حاجي صالح‌زاده د سرو زرو پلورنځي مالک محمدفواد وویل تېرې شنبې پر پرتله نن د یو ګرام  ٧٥٠ عیار عربي  سرو زرو بیه له ۴۵۵۰ نه ۴۳۵۰ افغانیو او  ‎یو ګرام ٥٨٥ عیار روسي سرو زرو بیه له ۳۵۵۰ نه ۳۴۵۰ افغانیو ته راټیټه شوې ده.

د سرو زرو د پلورونکو په خبره، د کابل ښار په بازارونو کې د سروز زرو د بیو بدلون، په نړۍوالو بازارونو کې د هغه د بیې له توپیر سره تړاو لري.

د نفتي توکو بیې

د «احمدیار ګروپ» تېلو ټانک یوه کارکوونکي پژواک چې نن هم لکه تېره شنبې یو لېټر پټرول په ۶۲ افغاني او یو لېټر ډیزل په ۵۸ افغانیو پلورل کېږي.

خو د کابل ښار په کلوله پشته سیمه کې د ګاز یو پلورونکی محمدشریف وایي چې نن هم له ۷ ورځې مخکې یو کیلوګرام ګاز په ۴۸ افغانیو پلوري.

د ډاکر او کلدارو بیې

د کابل ښار په شهزاده سرای کې د صداقت صرافي مالک حاجي حسین وویل چې نن د یو امریکایي ډالر د پېر بیه ۷۱ اعشاریه ۷۱ افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۵۵ افغانۍ بدلېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د غويي په ۲۹مه ‎یو امریکايي ډالر په ۷۱ اعشاریه ۸۰ افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۵۵ افغانیو بدلېدې.

Views: 18

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.