کابل (پژواک، ۵ غبرګولی ۱۴۰۳): د افغانستان بانک یو لوړپوړی پلاوی د مالیزیا د مرکزي بانک په بلنه د اسلامي اقتصاد او مالي چارو نړۍوال فورم کلني کنفرانس کې د ګډون په موخه دغه هېواد ته سفر وکړ.
د افغانستان بانک نن پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې دغه پلاوی به د سفر په لومړۍ ورځ د مالیزیا د مرکزي بانک له خوا په جوړه شوې غونډه کې ګډون وکړي.
سرچینې لیکلي، یادې غونډې ته د افغانستان بانک او نورو اسلامې هېوادونو د مرکزي بانکونو استازي بلل شوي، څو د اسلامې بانکولۍ پراختیا په اړه له یو بل سره نظرونه او تجربې شریک کړي او اړینې پرېکړې وکړي.
سرچینه زیاتوي، په دویمه او درېیمه ورځ به د افغانستان بانک پلاوی د مالیزیا د دولت له خوا د اسلامي اقتصاد او مالي چارو نړۍوال فورم په جوړېدونکي دوه ورځني کنفرانس کې ګډون وکړي.
د سرچینې په خبره، دغه کنفرانس ته د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو د مرکزي او نورو اسلامي بانکونو او مالي مؤسساتو استازي ورغوښتل شوي چې د اسلامي بانکولۍ د پراختیا، کوچنیو او منځنیو تشبثاتو د پیاوړتیا او د صکوکو او مالي بازارونو په اړه به بحث او مشورې وکړي.
د سرچینې په حواله، د دې ترڅنګ به یاد پلاوی د اسلامي بانکولۍ اړوند نړۍوال شرعي څېړنیز مرکز، د اسلامي بانکولۍ او تمویل نړۍوال پوهنتون، د مالیزیا نړۍوال اسلامي پوهنتون او د زکات او حج له ادارو سره د اړیکو ټينګولو په موخه لیدنې کتنې ترسره کړي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، د افغانستان بانک غواړي له ټولې نړۍ په ځانګړې توګه له اسلامي هېوادونو سره متقابلې بانکي اړیکې ولري.
د افغانستان بانک ویاند حسیبالله نوري پژواک ته وویل چې په یاد پلاوي کې د یاد بانک د دفتر رییس مولوي صدیقالله خالد، د اسلامي بانکولۍ څانګې مشر دکتور محمدیوسف سلیم او مرستیال یې عبدالله اخندزاده شامل دي.
Views: 19
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن