ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

 زابل کې ترافيکي پېښه، درې کسان مړه او ۱۵ نور ټپيان شوي

 زابل کې ترافيکي پېښه، درې کسان مړه او ۱۵ نور ټپيان شوي

author avatar
26 May 2024 - 09:07
 زابل کې ترافيکي پېښه، درې کسان مړه او ۱۵ نور ټپيان شوي
author avatar
26 May 2024 - 09:07

کندهار (پژواک، ۶ غبرګولی ۱۴۰۳) د زابل امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت شهرصفا ولسوالۍ مربوطاتو کې د کابل – کندهار پر لویه لار ترافیکي پېښې له امله درې کسان مړه او ۱۵ نور ټپيان شوي دي.

د زابل امنيې قوماندانۍ وياند ذبيح‌الله جوهر پژواک خبري اژانس ته وويل، تېره شپه شاوخوا لس بجې د دغه ولایت د شهرصفا ولسوالۍ د بريام مانده سيمه کې یو ۴۰۴ مسافر وړونکی موټر چپه شوی چې له امله یې د یوې ښځې په ګډون درې کسان مړه او ۱۵ نور ټپيان شوي دي.

هغه زیاته کړه، د پېښې سیمې ته امنیتي کسان رسېدلي او ټپيان پر وخت روغتون ته لېږدول شوي دي.

که څه هم نوموړي د پېښې لامل په ډاګه نه کړ خو ډېر کله دغه ډول پېښې د موټرچلوونکو د بې‌احتیاطۍ او د سړکونو خرابوالي له امله کېږي.

Views: 17

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.