ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

«د پاسپورټ عمومي رییس او ځیني نور چارواکي ننګرهار کې د ځمکو اړوند لاریونونو په تړاو کندهار ته غوښتل شوي»

27 May 2024 - 14:14
27 May 2024 - 14:14

کابل (پژواک، ۷ غبرګولی ۱۴۰۳): کورنیو چارو وزارت، د پاسپورت عمومي رییس د توقیف ادعا په اړه وایي، هغه او ځینې نور امنیتي چاروکي، ننګرهار کې د ځمکو اړوند لاریونونو د وضاحت لپاره د مشرتابه مقام ته غوښتل شوي او د پاسپورټ رياست اړوند داسې کومه خبره نه شته چې د اندېښنې وړ وي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع وایي، له څو ورځو راهیسې ځيني اړخونه ادعاوې کوي چې ګني د پاسپورټ عمومي رییس پاسوال مولوي عبدالکریم حسیب په کندهار کې توقیف شوی دی.

قانع زیاتوي: «واقعیت دا دی چې څه موده مخکې د ننګرهار په باریکاب کې د ځمکو په تړاو لاریونونه وشول، د همدې موضوع د وضاحت لپاره ښاغلی حسیب او د کورنیو چارو او ملي دفاع وزارت یو شمېر مسوولین د مشرتابه مقام ته غوښتل شوي دي.»

هغه وویل چې د پاسپورټ رياست اړوند داسې هيڅ کومه خبره نشته چې د تشویش وړ دې وي او د پاسپورټ چارې به په عادي ډول جریان لري.

د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو امر قریشي بدلون د معلوماتو له مخې، د تېرې غویي میاشتې په شلمه د جلال‌اباد ښار د کابل کمپ سیمه کې د ننګرهار ګمرک اړوند پر پنځه سوه جریب ځمکه احاطې دېوال جوړولو چارې روانې وې، خو ځايي کوچیانو یې مخنیوی کاوه او په پایله کې یې اخ‌و ډب کې درې کسان ووژل شول او درې نور ټپیان شول.

Views: 55

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version