کابل (پژواک، ۱۹ زمری ۱۴۰۲): د احصایې او معلوماتو ملي ادارې او کورنیو چارو وزارت ترمنځ د همکاریو يو هوکړهلیک لاسلیک شو چې له مخې یې د پاسپورټ اخیستو لپاره له دې وروسته کاغذي پېژندپاڼې د پاسپورټ عمومي ریاست کې تاییدېږي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع نن (پنجشنبه) پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې دغه هوکړهلیک د یاد وزارت اداري مرستيال مولوي نورجلال جلالي او د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د سرپرست ډاکټر فقيرمحمد زيار ترمنځ لاسلیک شو.
قانع لیکلي، د یاد هوکړلیک پر اساس به د احصایې او معلوماتو ملي ادارې اړوند د برېښنایي پېژندپاڼو له معلوماتي سيسټم سره د کورنيو چارو وزارت د پاسپورټ عمومي رياست سیسټم ونښلول شي.
قانع زیاته کړې، ياد هوکړهليک د هېوادوالو د هويت د تثبيت بهير د چټکتيا او د پاسپورټ د وېش په برخه کې د سرګردانۍ مخنيوي په موخه لاسلیک شوى دى.
قانع زیاتوي، له دې وروسته هېوادوال کولای شي چې د پاسپورټ اخيستلو پر مهال د پېژندپاڼو تاييد د پاسپورټ په لوی رياست کې ترسره کړي.
د یادونې ده، له دې مخکې د کاغذي پېژندپاڼو تایید د احصایې او معلوماتو ملي ادارې له خوا ترسره کېده.
Views: 661
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن