Pajhwok Afghan News

سبا په ۱۴ نورو ولایتونو کې هم د پاسپورټونو وېش پیلېږي

کابل (پژواک، ۱۴ لېندۍ ۱۴۰۰): د پاسپورټ عمومي ریاست سرپرست په ۱۴ ولایتونو کې د پاسپورټ بهیر پیلېدو خبر ورکوي او وايي چې تر راتلونکو ۱۵ میاشتو به د پاسپورټ له کمښت سره مخ نه شي.

د پاسپورټ عمومي ریاست سرپرست علم ګل حقاني نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، د کورنیو چارو وزارت د مشرتابه په امر سر له سبا په فراه، نیمروز، بادغیس، پکتیا، لغمان، کونړ، تخار، زابل، ارزګان، جوزجان، سمنګان، بغلان، بامیان او پنجشېر ولایتونو کې د پاسپورټونو د وېش بهیر پیلېږي.

نوموړي د دې په روښانولو چې د پاسپورټ ریاست څانګې به سبا په یادو ولایتونو کې د خلکو پر مخ خلاصې شي وویل، د یادو ولایتونو له اوسېدونکو غواړي چې د پاسپورټ اخیستو لپاره دې مرکز ته نه راځي، بلکې له اړوند ولایتونو دې پاسپورټ ترلاسه کړي.

هغه له خلکو غواړي چې د پاسپورټ اخیستو لپاره دې له جعلي اسنادو سره مراجعه نه کوي او کمېشن کارانو ته دې پیسې نه ورکوي.

حقاني وايي، اوس مهال په کابل کې د پاسپورټونو وېش بهیر بند دی، خو د اړتیا وړ وسایلو او ماشینونو له را رسېدو وروسته به کابل کې هم د پاسپورټونو وېش بېرته پیل شي.

د ده په خبره چې په هلمند او سرپل ولایتونو کې به هم د پاسپورټ وېش ژر بېرته پیل شي.

د پاسپورټ عمومي ریاست سرپرست د پاسپورټونو د کمښت په اړه اندېښنو ته په اشاره وویل، په کافي اندازه د پاسپورټ کتابچې شته، دوی به یې تر راتلونکو ۱۵ میاشتو له کمښت سره مخ نه شي، البته له دې مودې وروسته به د حکومت مشرتابه په دغه تړاو تصمیم ونیسي.

هغه روښانه کړه، تر اوسه د پاسپورټ په کتابچو کې د بدلون په اړه هيڅ تصمیم نه دی نیول شوی.

د هغه په خبره، د کورنیو چارو وزارت پر بایومټریک سیستمونو چې د بهرنیانو او مخکني حکومت له خوا تخریب او معلومات یې له ځان سره انتقال کړي و، کار روان دی او په نږدې راتلونکي کې به دغه ستونزه حل شي.

نوموړي په لوګر ولایت کې د پاسپورټونو د وېش پیلېدو په اړه وویل، دغه بهیر اوس مهال په یاد ولایت کې د پاسپورټ ادارې لپاره د مناسب ځای د نه موجودیت له امله بند شوی، دوی هڅه کوي مناسب ځای تدارک او دغه بهیر بېرته پیل کړي.

د یادونې ده، په افغانستان کې له سیاسي بدلون وروسته د پاسپورټ د وېش بهیر بند شو، خو د روان کال د زمري په ۱۳مه د پاسپورټ ریاست د مرکزي دفتر له خوا یوازې په کابل کې بېرته پیل شو.

په کابل کې د پاسپورټ ریاست مخې ته د مراجعینو شمېر په ډېرېدو سره په بلخ، هرات، کندهار، کندوز، ننګرهار، خوست او پکتیا ولایتو کې هم د روان کال د لړم په ۲۳مه یاده پروسه پیل شوه.

د پاسپورټ ریاست سرپرست د روان کال د لېندۍ په درېیمه په کابل کې خبري ناسته کې اعلان وکړ چې پاسپورټ اداره تیاری لري چې په ۱۰ ولایتونو، لکه پروان، لوګر، میدان وردګ، غزني، دایکنډي، فاریاب، غور، نورستان او بدخشان کې د لېندۍ په څلورمه نېټه فعالیت پیل کړي.

د یادونې ده، د یادو ۱۰ ولایتونو له ډلې ځینو یې خپل فعالیت بېرته پیل کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د کاپیسا سیمه ییزو مسوولینو خبر ورکړ چې په دغه ولایت کې نن د پاسپورټونو د وېش لپاره د اسنادو ټولولو بهیر بند شو.

د کاپیسا ولایت د اطلاعات او فرهنګ رییس کریم الله وثیق نن وویل، یاد بهیر د پاسپورټ د اخیستو پنځه زره غوښتنلیکونو ته د رسېدو لپاره د لنډمهال لپاره بند شوی دی.

Views: 27

Exit mobile version