دويم تعقيب – جلالاباد (پژواک، ۱۲ غبرګولی ۱۴۰۳): د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، مومندرې ولسوالۍ کې د ډوبې شوې کښتۍ له ۲۵ سپرلیو ۱۰ ژغورل شوي او د شپږو جسدونه تر اوسه موندل شوي دي.
نن سهار شاوخوا اووه نيمې بجې د مومندرې ولسوالۍ د باسول سيمې په بېله کې يوه کښتۍ چې ۲۵ کسان په کې سپاره وو، ډوبه شوې ده.
د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د اطلاعاتو آمر مولوي صديقالله قريشي پژواک خبري اژانس ته د لومړنيو راپورونو پر بنسټ ويلي وو چې پېښه کې شل کسان مړه شوي او پنځه نور ژغول شوي دي.
خو نوموړي د پېښې له لومړنيو ارقامو خپرولو شاوخوا دوه ساعته وروسته په يو بل بيان کې وويل چې له دې پېښې لس کسان ژغورل شوي دي.
هغه زياته کړه: «تر اوسه پورې د ژغورنې عملياتو کې لس کسان ژوندي موندل شوي، د شپږو کسانو جسدونه پيدا شوي چې په جسدونو کې دوه زنانه، درې ماشومان او یو نارينه دی، همدا راز په زخميانو کې ماشومان او ښځې هم شامل دي چې په زخميانو کې د درېيو تنو وضعيت ښه نه و او د جلالاباد حوزوي روغتون ته لېږدول شوي دي.»
دی وايي، سيمه کې د پاتې کسانو د ژغورنې عمليات روان دي چې ژوندي او يا يې هم جسدونه له اوبو بهر کړای شي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، پېښه کې يوازې درې کسان د يوې کورنۍ غړي دي او نور اکثريت يې کليوال دي.
د ننګرهار ولايت د عامې روغتيا رياست وياند نقيبالله رحيمي هم پژواک ته وويل چې د پېښې له ځایه د مومندرې سيمهييز روغتون ته ۱۰ ټپيان او ۵ جسدونه ور وړل شوي دي.
دی وايي: «د اوو زخميانو درملنه په باسول کلیينک شوې او د درېيو کسانو چې وضعيت يې خراب وو، د جلالاباد حوزوي روغتون ته را لېږدول شوي، درملنه يې روانه ده.»
شېرزاد احمدخېل چې په کښتۍ کې سپور و خو ژوندی ژغورل شوی، وايي، کښتۍ جنراتوري وه او د تخنيکي ستونزې له امله ډوبه شوه.
هغه زياته کړه: «موږ سهار شاوخوا اووه نيمې بجې راتللو، چون د کشتۍ (کښتۍ) ظرفيت هم کم و، خو د مشکلاتو له وجهې موږ په کې ډېر کسان را کېناستو، هر يو ځان رسوي خپل هدف ته، نیمايي سيند ته چې را ورسېدلو، جنراتور اوبه تېرې کړې او د اوبو تېرېدو له امله ګول شو، د خلکو شورش ډېر شو، نو اوبه په کښتۍ را واوښتې، چې لږ دېخوا راغلو نو کښتۍ ننوتله، نو هر سړی په خپل ځان شو، هېچا بل ته لاس نه دی ورکړی، نارينه راووتلو، زنانه او ماشومان يې ټول په مخه کړي وو.»
د مومندرې ولسوالۍ دغه سيمه کې د کابل سيند تېر شوی چې ورسره د کونړ سيند هم يوځای کېږي.
که څه هم لعلپورې ولسوالۍ ته د تګ راتګ لپاره پول جوړ شوی، خو د ځينو لرو پرتو سيمو خلک پول ته د تګ پرځای په همدغه بېلې سيمه کې په کښتيو کې مومندرې ولسوالۍ ته را اوړي چې کله ناکله د داسې پېښو سره هم مخ کېږي.
Views: 86
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن