ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

یو‌اېن‌اېچ‌سي‌ار: نړۍ کې د جګړو او تاوتریخوالي له امله ۱۱۴ میلیون کسان بې‌ځایه شوي

یو‌اېن‌اېچ‌سي‌ار: نړۍ کې د جګړو او تاوتریخوالي له امله ۱۱۴ میلیون کسان بې‌ځایه شوي

author avatar
1 Jun 2024 - 11:55
یو‌اېن‌اېچ‌سي‌ار: نړۍ کې د جګړو او تاوتریخوالي له امله ۱۱۴ میلیون کسان بې‌ځایه شوي
author avatar
1 Jun 2024 - 11:55

کابل (پژواک، ۱۲ غبرګولی ۱۴۰۳): د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ مشر ویلي چې د دغه بنسټ د وروستیو شمېرو له مخې، په نړۍ کې د جګړو، تاوتریخوالي او ځورونو له امله د بې‌ځایه شوو شمېر ۱۱۴ میلیون کسانو ته رسېدلی دی.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ تېره ورځ (جمعه) د دغه بنسټ د مشر فیلیپو ګراندي له قوله لیکلي چې د نړۍ‌والو بشري قوانینو د نه رعایت کچه مخ په ډېرېدو ده.

نوموړي زیاته کړې: «په نښتو کې ښکېلې نږدې ټولې خواوې د جګړې اساسي قوانینو ته درناوی نه کوي، ملکي خلک په ډېره کچه وژل کېږي، جنسي تېری او جنسي تاوتریخوالی د جګړې د وسلې په توګه کارول کېږي، غیرنظامي زیربناوې ویجاړې شوې، بشري کارکوونکي موخه ګرځي، دا چې د دغه وحشيانه چلند موخه ډارول دي، غیرنظامیان له تېښتې پرته بله چاره نه‌لري.»

د هغه په وینا، په سوډان کې نهه میلیون کسان، میانمار کې درې میلیون او سوریه کې ۵،۶ میلیون کسان د جګړو له امله خپل هېوادونه پرېیښي او یا بې‌ځایه شوي دي.

هغه زیاته کړې چې په اوکراین کې دننه هم د خلکو بې‌ځایه کېدنه مخ په ډېرېدو ده.

ګراندي څرګنده کړې چې راتلونکې میاشت به تازه شمېرې خپرې کړي.

Views: 7

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.