لښکرګاه (پژواک، ۱۳ غبرګولی ۱۴۰۳): د هلمند ځايي مسوولین وایي، په دغه ولایت کې له تېرو درېیو کلونو راهیسې ۱۰۵ نوې صنعتي فابریکې جوړې شوې او نږدې پنځه زره کسانو ته پهکې په مستقیم ډول د کار زمینه برابره شوې ده.
د هلمند د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشر غلام یحی پښتون پژواک خبري اژانس ته وویل، واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته په دغه ولایت کې د سوداګرۍ او پانګونې لپاره ښه او مناسب فرصتونه برابر شوي دي.
نوموړي زیاته کړه: «ډېر کسان دې ته اماده شوي چې د خصوصي سکټور برخه کې پانګونه وکړي او بې روزګاره کسانو ته د کار زمینه برابره کړي، هغه خام مواد چې موږ لرو، هغه هم دلته پروسس شي.»
ورته مهال، د دغه ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست د صنعتي ښارګوټو او سوداګریزو فعالیتونو برخې امر مولوي فضلمحمد فضلي وايي، د اسلاميامارت له واکمنېدو وروسته په دغه ولایت کې د پانګهوالو شمېر ډېر شوی دی.
د هغه په خبره، په تېرو نږدې درېیو کلونو کې په دغه ولایت کې ۱۰۵ نوې صنعتي فابریکې جوړې شوې چې په بېلابېلو برخو کې فعالیت کوي.
نوموړي زیاته کړه، واک ته د اسلامي امارت له رسېدو مخکې په دغه ولایت کې یوازې ۴۵ فابریکې فعالې وې.
هغه وویل: «هلمند کې اوس د پنبې، شامپو، غوړیو، صابون، تختو، رب، د چرګانو دانې او خوراکي توکو بېلابېلې کارخونې فعالیت کوي چې ټولیز شمېر یې ۱۵۰ ته رسېږي. «
نوموړي دغه راز وویل، په یادو کارخونو کې ۴۵۰۰ کسانو ته په مسقیم ډول د کار زمینه برابره شوې ده.
فضلي وویل: «د صنعت او سوداګري ریاست مسوولین هڅه کوي په دغه لایت کې ټولو صنعتکارانو او پانګوالو ته اسانتیاوې رامنځته کړي، د هغوی امنیت ساتنې پاملرنه او تولیداتو ته یې په کور دننه او بهر بازارموندنه وکړي.»
ورته مهال، هغه کسان چې په یادو فابریکو کې په کار بوخت دي، خوښ دي او زیاتوي چې له دې لارې په اسانۍ د خپلو کورنیو اړتیاوې پوره کولی شي.
اخترمحمد چې د مالوچو پروسس یوه کارخونه کې پهکار بوخت دی وايي: «موږ زیات خوشاله یو چې دلته فابریکه کې کار راته پیدا شوی، مخکې بېکاره وو، اوس له همدې لارې خپل د کور لګښتونه پوره کوو.»
د نجیبالله په نوم یو بل ځوان چې د پایپ جوړولو په فابریکه کې کار کوي وایي: «خوشاله یم چې دلته کار کوم، غوښتنه مې دا ده چې نورې هم داسې فابریکې جوړې شي.»
د یاد ولایت اوسېدونکي وايي، که دغه ډول فابریکې ډېرې شي، زرګونه اوزګارو کسانو ته به ورسره د کار زمینه برابره شي.
Views: 39
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن