ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غزني اهل هنود او سیکان: د تېرو جګړو پر مهال مو ملکیتونه غصب شوي

د غزني اهل هنود او سیکان: د تېرو جګړو پر مهال مو ملکیتونه غصب شوي

غزني‌ښار (پژواک، ۱۴ غبرګولی ۱۴۰۳): د غزني ولایت یو شمېر اهل هنود او سیکان ادعا کوي چې د تېرو کورنيو جګړو پر مهال یې ځمکې او نور ملکیتونه غصب شوي او ټینګار کوي چې بېرته دې ورته وسپارل شي.

په غزني کې د اهل هنود او سیکانو په استازیتوب سوربېر سینګ پژواک خبري اژانس ته وویل چې د پخواني حکومت ښاروالۍ د دوی د نيکونو عبادت‌ځای غصب کړی او پارک يې پرې جوړ کړی دی.

هغه زیاته کړه: «د غزني ښار فرخي څلورلارې ترڅنګ اوسنی ملت پارک زموږ د نیکونو د وخت عبادت‌ځای دی چې د تېر حکومت ښاروالۍ له لوري پر زرغونه سیمه یا پارک بدل شوی دی.»

هغه دغه راز وویل چې په دغه ولایت کې د هندوانو د مړو سوځولو ځای هم د وخت د حکومت او ځینو زورواکانو له خوا غصب شوی دی.

یو بل سیک دلیپ سینګ پژواک ته وویل چې نه اوس او نه هم پخوا د مذهبي مراسمو او عبادت کولو پر مهال له ستونزو سره مخ شوي خو جایدادونه او ملکیتونه یې غصب شوي دي.

هغه د بېلګې په توګه زیاته کړه: «د غزني ښار د سیند پر غاړه زموږ د مړو سوځولو ځای و، خو له غضب وروسته په دغه ځای کې لومړی ښځینه زندان و، وروسته د لرګو ټال په کې جوړ شو، بیا د موټرو مستري‌خانې په کې وې، له هغه وروسته ښاروالۍ په کې غرفې کېښودې او اوس په کې پارک جوړ شوی.»

هغه وايي چې د تېرو ټولو حکومتونو پر مهال دوی عریضې کړې او خپل غږ یې تر چارواکو رسولی خو هیچا هم د دوی ځمکې او ملکیتونه له غصبه نه دې خلاصې کړې.

دی زیاتوي: «له موږ سره اسناد موجود دي، که اسلامي امارت له موږ څخه هر ډول اسناد وغواړي، تیار یو چې ورته وړاندې یې کړو.»

یادو او یو شمېر نورو اهل هنودو او سیکانو د اسلامي امارت له چارواکو غوښتنه وکړه چې یادې ځمکې او عبادات‌ځایونه له غصبه خلاص کړي او بېرته یې دوی ته وسپاري.

بل لور ته، د غزني سیمه‌ییز چارواکي وايي چې دوی په دې اړه څېړنه کوي.

د غزني ښاروالۍ سکټوري او مسلکي امر حاجي فضل‌احمد مدني پژواک ته وویل، د غزني ښاروالي د غضب شوو ملکیتونو په راګرځولو کې جدي ده.

هغه وايي چې په غزني کې مېشت اهل هنود او سیکانو ته ډاډ ورکوي چې د ولایت له مقام سره په همغږۍ په دې برخه کې جدي اقدامات کوي.

نوموړي وویل: «که هر چېرې د اهل هنودو ځمکې چا غصب کړې وي او دوی اسناد او مدارک وړاندې کړي، حتمآ به یې حق د غصب‌کوونکو له منګولو راګرځول کېږي او نه به ضایع کېږي.»

هغه دغه راز وویل، که حکومت هم د اهل هنودو او سیکانو ځمکې یا ملکیتونه د عامه تاسیساتو جوړولو په موخه ګرځولي وي او هغوی یې په اړه په ښاروالۍ او اراضي کې کره اسناد او مدارک ولري، مسترد به یې کړي او که استملاکي وي، بدیل به یې ورکړي.

د معلوماتو له مخې، پخوا په غزني کې سلګونه کورنۍ اهل هنود او سیکان اوسېدل خو د ځینو ستونزو له امله ګڼ شمېر یې هندوستان ته مهاجر شوي او اوس یوازې پنځه کورنۍ پاتې دي.

د یادونې ده، له دې مخکې هم د یو شمېر نورو ولایتونو اهل هنود او سیکانو پژواک ته شکایتونه کړي چې ملکیتونه یې غصب شوي دي.

Views: 18

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.