ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هېواد درېیو ولایتونو کې د ترافیکي پېښو له امله دوه کسان مړه او ۱۲ نور ټپیان شوي

د هېواد درېیو ولایتونو کې د ترافیکي پېښو له امله دوه کسان مړه او ۱۲ نور ټپیان شوي

غزني، قلعه‌نو، چاریکار (پژواک، ۱۵ غبرګولی ۱۴۰۳): ځايي مسوولین وايي چې په غزني، پروان او بادغیس ولایتونو کې د جلا ترافیکي پېښو له امله دوه کسان مړه او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.

د غزني امنیې قوماندانۍ ویاند ابوخالد سرحدي پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن سهار شاوخوا اووه بجې د دغه ولایت د اندړو ولسوالۍ په مربوطاتو کې د کابل – کندهار پر لویه لار درېیو موټرونو سره ټکر کړی دی.

نوموړي زیاته کړه، یاده پېښه کې یو کس مړ شوی او څلور نور ټپيان شوي دي.

د هغه په وینا، د پېښې ټپیان د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي او روغتیایي حالت یې د ډاډ وړ ښودل شوی دی.

د غزني امنیې قوماندانۍ ویاند د پېښې لامل د موټرچلوونکو بې‌احتیاطي او ترافیکي قوانینو ته نه پاملرنه یادوي.

بلخوا، د پروان امنیه قومانداني وايي چې نن سهار د دغه ولایت د سیاه‌ګرد ولسوالۍ په پل رنګ‌اب سیمه کې د دوو موټرسایکلونو د ټکر له امله یو کس مړ شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.

د یاد ولایت امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالرحیم مسکین‌یار وویل، یاده پېښه د سیاه‌ګرد ولسوالۍ په پل رنګ‌اب سیمه کې شوې او ټپیان د دې ولسوالۍ ایمرجنسي روغتون ته لېږدول شوي دي.

دغه راز، د بادغیس ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ کې د ترافیکې پېښې له امله شپږ کسان ټپيان شوي دي.

د بادغیس امنیې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې تېره شپه د دغه ولایت بالامرغاب ولسوالۍ په پل کهنه سیمه کې د فاریاب – بادغیس پر لویه لار یو سراچه موټر له سړک وتلی او چپه شوی دی.

هغه زیاته کړه، په یاده پېښه کې شپږ کسان ټپیان شوي چې ټول د بادغیس ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.

هغه د پېښې لامل د لارې خرابوالی او د موټرچلوونکي بې‌احتیاطې بولي.

Views: 15

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.