ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جوزجان کې ناپېژانده وسله‌والو د یوه خصوصي شرکت دوه کارکوونکي وژلي

جوزجان کې ناپېژانده وسله‌والو د یوه خصوصي شرکت دوه کارکوونکي وژلي

author avatar
4 Jun 2024 - 13:57
جوزجان کې ناپېژانده وسله‌والو د یوه خصوصي شرکت دوه کارکوونکي وژلي
author avatar
4 Jun 2024 - 13:57

کابل (پژواک، ۱۵ غبرګولی ۱۴۰۳): د اسلامي امارت ویاند وایي، په جوزجان ولایت کې ناپېژانده وسله‌والو د یوه خصوصي شرکت دوه کارکوونکي وژلي او هغه اوازې ناسمې دي چې دغه کسان د قوش‌تېپې کانال کارکوونکي دي.

د اسلامي امارت ویاند دغه څرګندونې له طلوع‌نیوز خصوصي رسنۍ سره په خبرو کې کړې دي.

هغه ویلي، یاد کسان چې یو یې عادي کارکوونکی او بل یې اشپز و، په یوه خصوصي شرکت کې یې کار کاوه.

مجاهد زیاتوي چې دغه پېښه تر څېړنې لاندې ده.

له دې مخکې ځینو رسنیو ویلي وو چې یاد وژل شوي کسان د ملي انکشاف شرکت اړوند د قوش‌تېپې کانال پروژې کارکوونکي وو.

Views: 31

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.