ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سلوانیا پارلمان د فلسطین خپلواک هېواد رسمیت پېژندنه تایید کړه

د سلوانیا پارلمان د فلسطین خپلواک هېواد رسمیت پېژندنه تایید کړه

author avatar
5 Jun 2024 - 16:56
د سلوانیا پارلمان د فلسطین خپلواک هېواد رسمیت پېژندنه تایید کړه
author avatar
5 Jun 2024 - 16:56

کابل (پژواک، ۱۶ غبرګولی ۱۴۰۳): راپورونه وايي چې سلوانیا د دغه هېواد د پارلمان د رایو په اکثریت فلسطین په رسمیت پېژندلی دی.

اسوشېتډپرېس خبري اژانس راپور ورکړی چې د ناروې، اسپانیې او ایرلنډ هېوادونو د فلسطین د رسمیت پېژندنې په لړ کې تېره ورځ د سلوانیا پارلمان د غوڅ اکثریت رایو ورکولو وروسته دغه هېواد په رسمیت پېژندلی دی.

د سلوانیا پارلمان ۹۰ غړي لري او د ۵۲ موافقو رایو چې هیڅ مخالفې رایې یې نه لرلې او نورو استازو د رایې ورکولو مجلس کې شتون نه درلود، دغه موضوع تایید شوې ده.

ورته وخت کې، د سلوانیا د بهرنیو چارو وزیر تانیا فاجون پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي: «د فلسطین خلکو! د سلوانیا نننی نهایي تصمیم د هیلو او سولې پیغام دی.»

د یادونې ده چې تېره اونۍ د سلوانیا حکومت د فلسطین د رسمیت پېژندنې لپاره طرحه تایید کړه او دا وړاندیز یې د نهایي تصویب لپاره پارلمان ته استولی و.

تېره ورځ د ملګرو ملتونو یوې ډلې کارپوهانو له ټولو هېوادونو غوښتي وو چې د منځنۍ اسیا د سولې تضمین لپاره دې فلسطین په رسمیت وپېژني.

Views: 11

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.