کابل (پژواک، ۱۷ غبرګولی ۱۴۰۳): د افغانستان برېښنا شرکت وايي، جوزجان ولایت کې د آقچې پنځهګونو ولسوالیو لپاره د بشپړې برېښنا رسونې پروژې چارې پیل شوې.
د افغانستان برېښنا شرکت نن پرخپله اېکس پاڼه لیکلي چې هېواد کې د برېښنا شبکې متوازنې او عادلانه وېش او پراختیا هڅو په دوام د دغه شرکت عمومي اجرائیوي ریاست او ورسره مل پلاوي د جوزجان د آقچې پنځهګونو ولسوالیو لپاره د درېیو پروژو ( د ۲۰/۲۲۰ کېلوولټ سبسټېشن جوړولو، د ۲۲۰ کېلوولټ برېښنا لېږد مزي غځولو او د برېښنا توزیعي شبکې) چارو پیل پرانیستنه وکړه.
په دې تړاو جوړو شویو مراسمو کې د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس ملا محمدحنیف حمزه، د برېښنا عملیاتي رئیس انجنیر صفيالله احمدزي، تجارتي رئیس عبدالرحمن رحماني او نورو ځايي چارواکو او د برېښنا تخنیکي کارکوونکو ګډون کړی و.
د یادو پروژو په اړه د برېښنا شرکت عملیاتي رییس انجنیر صفيالله احمدزي په خپلو خبرو کې وویل چې د پروژو ټولیز لګښت ۳۹۰،۶ میلیون افغانۍ دی چې د افغانستان برېښنا شرکت له لورې د ۴۵ میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۶ مېګاولټ امپیر په ظرفیت د سب سټېشن یو ترانسفارمر چمتو کېږي.
سرچینې لیکلي، پردې سربېره د پروژې یوې برخې بشپړولو لپاره د ځايي اوسېدونکو له لورې د دوه میلیون افغانیو همکارۍ ژمنه شوې ده او د پروژې پاتې نور لګښت چې ۳۴۳،۶ میلیون افغانۍ کېږي د اسلامي امارت مشرتابه په خاص حکم د مالیې وزارت له لورې ورته منظورې شوې دي.
سرچینه زیاتوي، د دې سترې پروژې د چارو بشپړېدو سره به نږدې ۱۶ زره کورنیو، سوداګریزو مرکزونو، روغتونونو، صنعتي او کرنیزو برخو ته برېښنا ورکړل شي او د برېښنا شبکه به نورو سیمو ته هم د پلان سره سم پراختیا ومومي.
د سرچینې په حواله، د ولسوالۍ پروژې لپاره د ۲۲۰ کېلوولټ برېښنا لېږد مزی د ۲ کېلومترو په واټن د شبرغان – مزار شریف د ۲۲۰ کېلوولټ برېښنا لېږد مزي څخه نښلول کېږي او د سب سټېشن اړوند برخو کې یې د ۱۶ مېګاولټ امپیر ترانسفرمر انسټالیشن او اړوند نورې چارې شاملې دي.
Views: 11
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن