ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني کې د غېږنیونې سیالۍ پيل شوې

غزني کې د غېږنیونې سیالۍ پيل شوې

غزني ښار (پژواک، ۱۸ غبرګولی ۱۴۰۳): غزني ولایت کې د لومړي ځل لپاره د څلورو ولایتونو د ۲۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د غېږنیونې سیالۍ پیل شوې.

د غزني د ورزش ادارې امر حاجي بلال مجاهد پژواک ته وویل چې دا سیالۍ د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست په همکارۍ په دولتي ورزشي جمنازيوم کې د ۲۵۰ ورزشکارانو ترمنځ نن پيل شوې.

نوموړي وویل، په دغو سیالیو کې د څلورو ولایتونو کابل، لوګر، غزني او میدان وردګو ورزشکارانو ګډون کړی دی.

هغه زیاته کړه: «د پهلوانۍ دا سیالۍ د غېږې‌نیونې د ودې او غوره پهلوانانو ټاکلو او غوراوي په موخه پیل شوې دي.

هغه زیاته کړه چې دا سیالۍ به دوه ورځې دوام وکړي.

بل لورته لوبغاړي هم د دغو سیالیو ترسره کېدو ته خوښ دي.

په دغو سیالیو کې د لوګر ولایت یوه ګډونوال پهلوان سمیع الله پژواک ته وویل که د ولایتونو ترمنځ دغه ډول سیالۍ ترسره شي هم د افغانانو د  غېږنیونې دود ژوندی ساتي او هم د ورزشکارانو ترمنځ همغږي رامنځته کوي.

د غزني د ورزش ادارې د معلوماتو له مخې، دا لومړی ځل دی چې په دغه ولایت کې د څلورو ولایتونو ترمنځ دغه ډول سیالۍ ترسره کیږي.

Views: 8

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.