ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کرکټ نړۍوال جام؛ افغانستان نیوزلېنډ ته هم په لوی توپیر ماته ورکړه

د کرکټ نړۍوال جام؛ افغانستان نیوزلېنډ ته هم په لوی توپیر ماته ورکړه

author avatar
8 Jun 2024 - 08:59
د کرکټ نړۍوال جام؛ افغانستان نیوزلېنډ ته هم په لوی توپیر ماته ورکړه
author avatar
8 Jun 2024 - 08:59

کابل (پژواک، ۱۹ غبرګولی ۱۴۰۳): د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د نړۍوال شل‌اوریز جام سیالیو په لړ کې نن په خپله دویمه لوبه کې نیوزلېنډ ته د ۸۴ منډو په توپیر ستره ماته ورکړه.

نننۍ لوبه چې په ګینا کې ترسره شوه، پچه یې نیوزلېنډ لوبډلې وګټله او لومړی یې د افغانستان پر وړاندې د توپ‌اچونې پرېکړه وکړه.

په دې سیالۍ کې افغان لوبډلې لومړی توپ‌وهنه وکړه او په ټاکلو شل اورونو کې یې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۹ منډې وکړې.

د افغانستان د پیل توپ‌وهونکو رحمان‌الله ګربز او ابراهیم ځدراڼ نن بیا تر ۱۵م اووره پورې د ۱۰۳ منډو ښه ملګرتیا وکړه او له هغه وروسته ابراهیم خپله ویکټ له لاسه ورکړه.

په توپ‌وهنه کې رحمان‌الله ګربز ۸۰، ابراهیم ځدراڼ ۴۴ او عظمت‌الله عمرزي ۲۲ منډې وکړې.

په مقابل کې یې نیوزلینډ لوبډلې د افغانستان له لوري ورکړل شوی هدف پوره نه کړ او په ۱۶م اور کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو یوازې ۷۵ منډې وکړې او د ۸۴ منډو په توپیر یې افغان لوبډلې ته ماتې ومنله.

دغه راز، په نننۍ لوبه کې افغان توپ‌اچوونکو یو ځل بیا ښه توپ‌اچونه ترسره کړه او د نیوزلېنډ لوبغاړي یې یو په بل پسې ژر ژر له میدانه بهر کړل.

فضل‌الحق فاروقي پر خپل لومړي توپ د نیوزلېنډ ویکټه ترلاسه کړه، په درېیم اوور کې یې دویمه ویکټ هم وسوځوله او دغه راز د لوبې په څلورم اوور کې یې هم د سیالې لوبډلې درېیم لوبغاړی له میدانه بهر کړ.

نوموړی تر اوسه له نهو ويکټو سره د روان نړۍوال جام سیالیو کې تر ټولو ډېرې ويکټې لري.

په نننۍ لوبه کې فضل‌الحق فاروقي او راشدخان څلور – څلور او محمدنبی دوه لوبغاړي وسوځول.

افغانستان له دې مخکې په خپله لومړۍ لوبه کې یوګاندا ته ماته ورکړې وه.

د کرکټ ملي لوبډلې په ګروپي سیالیو کې دوه لوبې پاتې دي چې که له دې یوه بله لوبه وګټي دویم پړاو ته لار پیدا کوي.

د یادونې ده، افغانستان لوبډله به په نړۍوال جام کې خپله درېیمه لوبه د جون په ۱۴مه له پاپو نیو ګیني (پي‌اېن‌جي) سره ترسره کړي.

Views: 18

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.