ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ډنمارک پر لومړۍ وزیرې برید شوی

د ډنمارک پر لومړۍ وزیرې برید شوی

author avatar
8 Jun 2024 - 15:25
د ډنمارک پر لومړۍ وزیرې برید شوی
author avatar
8 Jun 2024 - 15:25

کابل (پژواک، ۱۹ غبرګولی ۱۴۰۳): د راپورونو له مخې، یوه کس د ډنمارک په کپنهاګ میدان کې د دغه هېواد پر لومړۍ وزیرې مته فرډریکسن برید کړی دی.

اسوشیټېډ پرېس راپور ورکړی چې دغه برید پرون (جمعه) مازدیګر په کپنهاګ میدان کې د یو لړ مراسمو پر مهال شوی دی.

بلخوا، د کپنهاګ پولیسو ویلي چې بریدکوونکی یې نیولی او تر پلټونو لاندې دی.

سرچینې د ډنمارک لومړۍ وزیرې ته د زیان رسېدو په اړه څه نه دي ویلي خو د فرډریکسن دفتر د دغه هېواد دولتي ټلوېزیون ته ویلي چې هغه له دې پېښې وېرېدلې ده.

په همدې حال کې، د اروپايي کمېسیون رییس اورزولا فن ډرلاین ویلي: «دغه پېښه وېروونکې ده او د هر هغه څه خلاف عمل دی چې موږ په اروپا کې پرې باور لرو او لپاره یې مبارزه کوو.»

دا په داسې حال کې ده چې تېره میاشت د سلواکیا پر لومړي وزیر رابرټ فېټسو هم برید شوی و.

Views: 47

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.