Pajhwok Afghan News

غزني کې د دوو قومونو ترمنځ لس کلنه شخړه په دوستي بدله شوه

غزني‌ښار (پژواک، ۱۹ غبرګولی ۱۴۰۳): سېمه‌ییز مسوولین وایي، د غزني ولایت په ناهور ولسوالۍ کې د مېشتو کوچیانو د  دوو قومونو تر منځ لس کلنه دښمني حل شوه.

د غزني ولایت د ناهور ولسوالۍ امنیه قومندان مولوي عبدالله محمد فیضاني پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پېښه لس کاله وړاندې د کوچیانو د ایدیلوالو او بدین‌خیلو قومونو ترمنځ د ځمکو او څړ ځایو په سر رامنځته شوې وه.

هغه وویل چې په دغه موده کې له دواړو لویو یو شمېر کسان ټپیان شوي هم وو او په وار وار یې یو بل ته مالي زیانونه هم اړولي و.

دی وایي چې نن د دغو قومونو شخړه حل او په دوستۍ بدله شوه.

د کوچي قوم یو مشر محمد ګل چې په دغه روغه کې یي ګډون کړی و وایي، د کلونو راهیسې د کوچیانو دوو قومونو ترمنځ بدي شتون درلود او یوه قوم هم نه شو کولای چې په خپلو سیمو کې ډاډه ژوند وکړي.

نوموړی وویل، له دې وروسته به دواړه خواوې د سولې او ورورګلوى تر سيوري لاندې ژوند کوي او د ژوند په چارو کې به يو بل ته لاس ورکوي.

هغه د غزني له سیمه‌ییزو مسولینو غوښتنه وکړه چې په دې ولایت کې ډیریو کلیو، قومونو او کورنیو ترمنځ شته نوري شخصي بدۍ هم هوارې کړي.

د یادوني ده چې څو ورځي وړاندي هم په دغه ولسوالۍ کې د کوچیانو او هزاره قومونو ترمنځ ۲۴ کلنه بدۍ د سیمه‌ییزو مسوولینو او قومي مشرانو په منځګړیتوب هواره شوه.

Views: 13

Exit mobile version