ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ا.ا مشرتابه ته د یو پلار لیک: په عاجزۍ هیله کوم چې بندي زوی مې اختر ته راخوشی شي

د ا.ا مشرتابه ته د یو پلار لیک: په عاجزۍ هیله کوم چې بندي زوی مې اختر ته راخوشی شي

author avatar
9 Jun 2024 - 20:52
د ا.ا مشرتابه ته د یو پلار لیک: په عاجزۍ هیله کوم چې بندي زوی مې اختر ته راخوشی شي
author avatar
9 Jun 2024 - 20:52

کابل (پژواک، ۲۰ غبرګولی ۱۴۰۳): احمدالله حبیبي په داسې حال کې په پرانستي‌لیک کې د ا.ا له مشرتابه هیله کوي چي را روان لوی اختر ته یې زوی (محمودشاه حبیبي) له زندانه ازاد شي چې ا.ا تر اوسه د هغه د زوی د نیولو په اړه څه نه دي ویلي.

محمود شاه حبیبي په یاد پرانستي لیک کې ادعا کړې چې زوی یې د ١٤٠١ کال د زمري میاشتې په ١٩مه د اسلامي امارت ځواکونو نيولي دی.

د پاتې پرانستي‌لېک بشپړ متن:

د اسلامي امارت محترم امیر المومنین ته!
د افغانستان د هوايي چلند ادارې د پخواني رئیس محمود شاه حبیبي د پلار دوهم پرانستی لیک
ښاغلی امیر المومنین، السلام علیکم ورحمت الله و برکاته

اوس د ده (محمودشاه حبیبي) د نیول کېدو څه کم دوه کاله کیږي، خو موږ ته نه د ملاقات او نه هم د ده سره د ټیلیفوني تماس اجازه راکړل شوې ده. موږ په دغو نږدې دوو کلونو کي د محمود شاه هیڅ ډول حال نه لرو.
ددغو دوو کلو په موده کي زموږ د کورنۍ غړو د امارت د ډیرو چارواکو سره ولیدل او د کابیني تر ډیرو وزیرانو پورې مو خپل غږ ورساوه، خو هیڅ یوه مسؤول کس قانع کوونکی ځواب نه راته درلود، نه یې ګناه راته معلومولای شوی او نه یې د کومي محکمې فیصله یاده کړې ده. زه اطمینان لرم چه محمودشاه حبیبي هېڅ جرم نه دی کړی او که کوم ثبوت یا شاهد په دې هکله موجود وي باید د محکمې د لاري موضوع وڅیړل شي او ده ته د فامیل سره دخبرو اجازه ورکړل سي.
ښاغلی امیر المومنین!
ستاسې د لارښووني او د اسلامي امارت د اصولو سره سم چې د کوم بندي برخلیک تر دیرشو (۳۰) ورځو پورې معلوم نه وي باید د شکایاتو کمیسیون ته مراجعه وشي او هغوی توظیف شوي چي په دې هکله څېړنه وکړي. موږ د شکایاتو محترم معینیت ته هم مراجعه کړې، خو بیا هم هېڅ زمینه نه ده راته مساعده شوې چې د محمود شاه حبیبي سره اړیکه ونیسو.
محمودشاه حبیبي د جمهوریت په موده کې د ټرانسپورټ او هوايي چلند په وزارت کې لومړی د سلاکار او بیا کله چې د یوې مستقلي اداري په تشکیل کي منظور شوه د معین او بیا د عمومي ریئس په توګه دنده تر سره کړه. د جمهوریت ل پرځیدو څخه دوه کاله مخکې یې د خپل دولتي مقام او څوکۍ څخه جلاوالی اختیار کړ. د ده د رسمي دندې په وخت کې یوازینی هدف دا وو چه د افغانستان هوایي میدانونه فعال او په بین المللي معیار یې اماده کړي تر څو هېوادوال وکولای شي له هوایي لارو په اسانۍ سره تګ را تګ وکړي.
محترم امیر المومنین!
تاسې هم یو پلار یاست او د اولاد د بېلتانه غم مو لیدلی دی. زه هیله من یم چي زما د احساس درک تاسي تر بل هر چا ښه کولای شۍ.
زما زوی محمود شاه حبیبي عالم، مسلکي او پر وطن مین شخصیت دی. همېسه یې وطن ته خدمت کړی او له سیاست څخه لیرې پاته شوی دی. د جمهوریت د سقوط سره چې اکثرو پخوانیو حکومتي مسوولیتو هېواد پرېښود، محمودشاه حبیي په دې امید په خپل وطن کې پاته شو چه د افغانستان کړیدلي ملت ته د خدمت جوګه وګرځي. اوس چه د ده د قید موده دوه کاله ته رسیږي موږ نه تلیفوني او نه هم مخامخ تماس ورسره لرو. د ده دوه کاله په زندان کې تېریدل پرته له هېڅ رقم فامیلي تماس څخه نه یوازي دده لپاره سخته جزاء ده بلکې د ټول فامیل لپاره د دوامداره سزا باعث ګرځیدلې ده.
زه او سپین سرې، ناروغه او عمر خوړلې مور یې ښايي د ډېر خپګان، غم او اندېښنو له امله ژوند له لاسه ورکړو. مېرمن او معصومه لورکۍ یې، چې اوس یې عمر دوه نیمو کلونو ته رسېږي، شپه او ورځ په ژړا د ده د خلاصون او یا لږ تر لږه د تماس په خاطر شپي او ورځي تیروي. خویندي او وروڼه، کورنۍ او دوستان یې په بېلتانه داسي غمجن دي لکه د ټول ژوند هیلي چي یې بایللي وي. زه یې د پلار په حیث ځان د یعقوب علیه سلام په څېر، چې خپل د سترګو په تور یوسف علیه السلام پسې یې د سترګو لید بایللی وو، ژوند تاریک وینم. دا غم یې پر مور تر دې هم دروند دی.
محمود شاه حبیبي د خپلي کورنۍ ترڅنګ د ډېرو نورو بې سرپرسته کورنیو او یتیمانو غمخور دی. په زنداني کېدو یې ډېري نورې کورنۍ هم بې سرپرسته شوي او د غم پر ټغر ناستې دي.
جلالتمآب امیر المومنین،
ستاسي درانه حضور ته د دې لیک په وسیله، په ډېره عاجزۍ هیله وړاندي کوم چې د اسلامي، افغاني او انساني ارزښتونو او د اسلامي امارت د نافذو قوانینو په رڼا کې زموږ غږ واورئ او زموږ د کورنۍ پر حال ورحمېږئ. موږ هیله من یو چي دا را روان لوی اختر محمود شاه حبیبي له زندانه آزاد او زموږ سره یوځای شي، تر څو وروسته له ډېري مودې خپل دغه سپېڅلی دیني مناسبت د زړه له تله په خوښۍ ولمانځو.
ستاسي د خواخوږۍ، عدالت او مهربانۍ په هیله،
په درنښت
د محمود شاه حبیبي پلار
احمد الله حبیبي

د ۱۴۰۳ لمریز کال د غبرګولي (جوزا) ۱۹مه

Views: 65

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.