ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مالیزیا کې د افغان سوداګرو ټولنه: افغان سوداګر دې افغانستان ته باکیفیته توکي صادر کړي

مالیزیا کې د افغان سوداګرو ټولنه: افغان سوداګر دې افغانستان ته باکیفیته توکي صادر کړي

author avatar
9 Jun 2024 - 12:07
مالیزیا کې د افغان سوداګرو ټولنه: افغان سوداګر دې افغانستان ته باکیفیته توکي صادر کړي
author avatar
9 Jun 2024 - 12:07

کابل (پژواک، ۲۰ غبرګولی ۱۴۰۳): په مالیزیا کې د افغان سوداګرو ټولنې په دغه هېواد کې له افغان سوداګرو غوښتي چې افغانستان ته د واردوونکو توکو کیفیت په پام کې ونیسي.

په مالیزیا کې د افغانستان سفارت نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې په دغه هېواد کې د سفارت سرپرست نقیب‌الله احمدي په مالیزیا کې له مېشتو افغان سوداګرو سره ولیدل.

سرچینې ویلي، په دې لیدنه کې نقیب‌الله احمدي د اسلام له نظره د سوداګرۍ اهمیت او اصولو په اړه خبرې وکړې او له سوداګرو یې وغوښتل چې ټول اسلامي اصول په نظر کې ونیسي، څو د حلال کاروبار ترڅنګ با برکته ګټه ترلاسه کړي.

احمدي ویلي، اسلامي امارت د سوداګرو کلک ملاتړ کوي او سوداګرو ته په سوداګرۍ کې د لا ډېرو اسانتیاوو رامنځته کولو په هڅه کې دی.

نوموړي زیاته کړې چې سوداګر دې هم د هېواد د پرمختګ لپاره کار او له اسلامي نظامه ملاتړ وکړي.

سرچینې ویلي، په دې لیدنه کې په مالیزیا کې د افغان سوداګرو ټولنې رییس نوراحمد له راغلو سوداګرو غوښتنه وکړه چې افغانستان ته د واردوونکو توکو کیفیت په نظر کې ونیسي.

نوراحمد په یاد هېواد کې د وېزو اخیستو برخه کې د ستونزو یادونه کړې خو سفارت ډاډ ورکړی چې دې ستونزې ته به یې رسېدنه وشي.

دا په داسې حال کې چې د تېرې مې میاشتې په ۳۰مه هم په مالیزیا کې د افغانستان سرپرست سفیر په دغه هېواد کې د البخاري نړۍوال پوهنتون کې له افغان محصلینو سره لیدلي وو.

Views: 17

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.